وزيراعظم شهباز شريف د وانا په کيډټ کالج د فتنته الخوارجو ترهګرو بريد وغندلو٬ د دوو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په وانا كښې په کيډټ کالج د فتنته الخوارجو ترهګرو د بريد غندنې كولو سره وئيلي دي بزدل دښمن يو ځل بيا د تعليمي ادارې په نښه كولو هڅه كړې كومه چې شنډه كړې شوې ده ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د سکيورټي فورسز د ځوابي كاروائۍ ستائنې …

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په وانا كښې په کيډټ کالج د فتنته الخوارجو ترهګرو د بريد غندنې كولو سره وئيلي دي بزدل دښمن يو ځل بيا د تعليمي ادارې په نښه كولو هڅه كړې كومه چې شنډه كړې شوې ده ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د سکيورټي فورسز د ځوابي كاروائۍ ستائنې كولو سره د فتنته الخوارجو دوه بريد كوٶنكو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل د امنيتي ځواكونو غېر متزلزل عزم استحكام به د ترهګرو ناپاك عزائم ناكامه كړي، د هېواد د حفاظت په خاطر امنيتي ځواكونه لكه د بنيان مرصوص ولاړ دي۔ وزيراعظم هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ خاتمې لپاره د عزم څرګندونې كولو سره ووئيل ټول قام امنيتي ځواكونو ته سلام كوي

مزید خبریں