اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ وئېلي دي 27 م آئیني ترمیمي بل د ټولو سیاسي ګوندونو په مشاورت او تفصیلي بحث و خبرو اتور نه پس منظور کړے شوے ، د دې بدلون په حقله ټولو سیاسی ګوندونو خپل تجاویز وركړل د كومو چې تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې خپله وېنا كښې ده ووئېل 27 م …
27 م آئیني ترمیمي بل د ټولو سیاسي ګوندونو په مشاورت او تفصیلی بحث نه پس منظور کړے شو ، اعظم نذیر تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ وئېلي دي 27 م آئیني ترمیمي بل د ټولو سیاسي ګوندونو په مشاورت او تفصیلي بحث و خبرو اتور نه پس منظور کړے شوے ، د دې بدلون په حقله ټولو سیاسی ګوندونو خپل تجاویز وركړل د كومو چې تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې خپله وېنا كښې ده ووئېل 27 م آئیني ترمیمي بل باندې کمیټۍ ښه كار كړے ، ټولو ګوندونو په يو والي سره په دې تفصیلي بحث كړے، ده ووئېل په میثاق جمهوریت عمل کولو سره وفاقي آئیني عدالت جوړوو ، دواړه عدالتونه متوازي نظام له جوړ دي، كوم چیف جسټس چې د سنیارټي په حساب سینئر وي هم هغه به د ججز تقرري کمیشن او سپریم جوډیشل کونسل مشري كوي، ده ووئېل متحده قومي موومنټ د مقامي حکومتونو، د عوامي نیشنل پارټي پارلیماني لیډر ایمل ولي خان د صوبې نوم په حقله ، د مسلم لیګ (ن) پارلیماني لیډر سینیټر کامل علي آغا د تعلیم و تحقیق په حقله پالیسي سازۍ كښې د وفاق په کردار، د بلوچستان عوامي نیشنل پارټي منظور کاکړ او نورو د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ چوكو زياتولو، سینیټر عبدالقادر او سینیټر دنیش کمار خپل خپل وړاندېزونه وركړې دي











