لوک میله 2025 كښې د اولس په زړه پورې ګډون ،د 40 نه تر 50 زره كسانو میلې ته مخه وكړه

اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي) به لوک میله 2025 كښې په څلورمه ورځ هم اولس په زړه پورې ډول ګدون وكړو ٬ چرته چې د 40 نه تر 50 زره كسانو د مېلې پلو مخه وكړه ۔ سېلګرو، طلبه، كورنيو او فنکارانو ټوله ورځ د لوک ورثه په اړه هلو ځلو كښې زياته خوښي ولرله ۔ د نن په مهمو فعاليتونو كښې د امریکې سفیر نټیلیا اے بیکر دورہ شامله …

اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي) به لوک میله 2025 كښې په څلورمه ورځ هم اولس په زړه پورې ډول ګدون وكړو ٬ چرته چې د 40 نه تر 50 زره كسانو د مېلې پلو مخه وكړه ۔ سېلګرو، طلبه، كورنيو او فنکارانو ټوله ورځ د لوک ورثه په اړه هلو ځلو كښې زياته خوښي ولرله ۔ د نن په مهمو فعاليتونو كښې د امریکې سفیر نټیلیا اے بیکر دورہ شامله وه ۔ هغه د لوک میلې د مختلف سټالز څارنه وكړه ، د لاس جوړوونكو څيزونو هنر مندو او سندر غاړو سره يې ملاقات وكړو او د هغوي د خوارۍ او فن يې ستائنه وكړه۔ د لوک ورثه ایګزیکټو ډائریکټر ډاکتر محمد وقاص سلیم هم د هغوي سره ؤ او سفیر يې د كلتوري نندارتونونو، لوک روایات او د میلې د اهمیت نه خبر كړو ۔ د ماښام په وخت اوپن ایئر تھیټر كښې لوک ورثه کلچرل فیوژن نائټ وشو چې پكښې د پنجاب، سندھ، خیبر پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او د آزاد جموں و کشمیر سندر غاړو هنر وړاندې كړو ۔ سيمه ايزې موسيقۍ او د رقص حسین امتزاج د كتونكو نه ښه داد تر لاسه كړو او د پاکستان كلتوري هم غږي يې څرګنده كړه ۔ دغسې راغليو ټوله ورځ د لاس جوړو څيزونو سټالز، علاقائي خوراكونو، كلتوري پویلینز، لائي کرافټ دیمونسټریشنز، لوک تھیټر، قېصو اورېدولو او د ماشومانو په هلو ځلو كښې برخه واغسته ۔ دغسې د میډیا نمائندګانو او سوشل میډیا انفلوئنسرز هم د میلې په زړه پورې کوریج وكړو ۔لوک میله 2025 به تر 16 نومبر 2025ء دوام لري

مزید خبریں