د 27م آئيني بدلون بل منظورېدو څخه د ميثاق جمهوريت نامکمل ايجنډا بشپړه شوه۔ سينيټر اسحاق ډار

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د 27م آئيني بدلون بل منظورۍ څخه د ميثاق جمهوريت نامکمل ايجنډا بشپړه شوه ، د دې بل په منظورۍ د ټولو شراکت دارو مننه كوم۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د 27م آئيني بدلون بل منظورۍ نه وروستو خپلو خبرو كښې قائد ايوان سينيټر اسحاق ډار ووئيل دا …

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د 27م آئيني بدلون بل منظورۍ څخه د ميثاق جمهوريت نامکمل ايجنډا بشپړه شوه ، د دې بل په منظورۍ د ټولو شراکت دارو مننه كوم۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د 27م آئيني بدلون بل منظورۍ نه وروستو خپلو خبرو كښې قائد ايوان سينيټر اسحاق ډار ووئيل دا تاريخي بل ٶ٬ دا د ميثاق جمهوريت نامکمل ايجنډا وه، د دې په منظورۍ مبارکي وركوم، په ماضي كښې د پي ټي آئي باني پشمول نورو سياسي مشرانو د وفاقي آئيني عدالت په جوړولو لاسليك كړے ٶ٬ د دې مقصد د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په عدليه كښې توازن قائمول ٶ، دې سره به په عدالتي کارکردګۍ كښې ځانګړې بهتري راشي۔ ده ووئيل قام آرمي چيف جنرال سيد عاصم منير اتل تسليموي٬ حکومت ورله د فيلډ مارشل چوكۍ وركړې۔ ده ووئيل د موجوده ججز سنيارټي به په ځاے ساتلې شي، دې آئيني بدلون څخه به د ججز د تبادلو معامله هم حل شي، دا آئيني بدلون خوشبينه دے، ده ووئېل پاکستان پيپلز پارټي او د آزادو غړو پشمول د ټولو سياسي ګوندونو د ملاتړ مننه كوٶ، په دې منظورۍ كښې تندي نه ده شوې٬ بل وړومبے سېنېټ ته د وړاندې كولو لوظ مو پورا كړو، ټولو غړو ته د اظهار رائے آزادي وركړې شوې، په 18م بدلون كښې د اے اېن پي تجويز د صوبې نوم خېبرپښتونخوا اېښودلے شوے دے

مزید خبریں