اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) سينيټ 27م آئيني بدلون بل په دريو كښې د دوو په اكثريت سره منظور كړے دے ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غٶنډه كښې د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ تحريك وړاندې كړو چې د 27م آئيني بدلون بل دې د قائمه کميټۍ په رپورټ كړي صورت ايوان كښې د وړاندې كولو اجازه راكړې شي ٬ په اجازه تر …
سينيټ 27م آئيني بدلون بل په دريو كښې د دوو په اكثريت سره منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) سينيټ 27م آئيني بدلون بل په دريو كښې د دوو په اكثريت سره منظور كړے دے ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غٶنډه كښې د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ تحريك وړاندې كړو چې د 27م آئيني بدلون بل دې د قائمه کميټۍ په رپورټ كړي صورت ايوان كښې د وړاندې كولو اجازه راكړې شي ٬ په اجازه تر لاسه كېدو چې بل غونډې ته وړاندې كړے نو په دريو كښې د دوو په اكثريت سره منظور كړے شو۔ په غونډه كښې د قانون وزير بدلونونه يو په يو وار په وار وړاندې كړل٬ د اپوزيشن په چغو سورو كښې د 27م بدلون بل شق وار منظورۍ په مهال سينيټر سيف الله ابړو د پي ټي آئي په احتجاج كښې شامل نه شو او د بدلون په حق كښې يې ووټ وركړو، د جے يو آئي سينيټر احمد خان او سينيټر نسيمه احسان هم د بدلون په حق كښې ووټ وركړو٬ دغسې د بدلون په حق كښې 64 او په مخالفت كښې يې يوازې 2 ووټونه كاسټ شول او حکومت ته 27م آئيني بدلون لپاره په دريو كښې د دوو اكثريت ترلاسه كېدو سره كاميابي ترلاسه شوه۔ د اپوزيشن د اعتراض نه وروستو بيا شمېره وشوه خو د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د بدلون په حق كښې 64 ووټونه راغلي او چا ېې مخالفت نه دې كړے ٬ آئيني عدالت جوړولو په اړه په آرټيکل 42 كښې بدلون په يوه خله منظور كړے شو٬ په آرټيکل 59 كښې بدلون هم په اکثريت رائے منظور شو۔ په آرټيکل 63 اے كښې د لفظ سپريم په ځاے د وفاقي آئيني عدالت كولو بدلون منظوري وركړې شوه، په آرټيکل 68 كښې د پارلماني بحث په حواله د وفاقي آئيني عدالت ذکر شاملولو بدلون منظور كړے شٶ٬ په آرټيکل 78 كښې د بدلون په اړوند پيراګراف كښې د وفاقي آئيني عدالت ذکر شاملولو بدلون هم منظور شو٬ د آرټيکل 81 په دواړه پيراګراف كښې د عدالت اضافه کولو بدلون هم منظور كړے شو٬ دغسې په آرټيکل 114 كښې د وفاقي آئيني عدالت نوم شاملولو ، په آرټيکل 130 كښې د وزرائے اعليٰ سلاحكار شمېر زياتولو، په آرټيکل 165 اے كښې د وفاقي آئيني عدالت د نوم زياتولو او د آرټيکل 175 تعريف كښې د پاكستان وفاقي آئيني عدالت ذکر شاملولو سره په آئين كښې په آرټيکل 175 اے كښې د بدلونونو منظور وركړې شوه۔ د جوډيشل کميشن په تشکيل نو كښې د سپريم کورټ او د وفاقي آئيني عدالت يو يو سينئر جج شاملولو، اعليٰ عدليه كښې د ججز تعيناتۍ لپاره په آرټيکل 175 اے كښې بدلون، د وفاقي آئيني عدالت چيف جسټس د جوډيشل کميشن غړي ګرځولو بدلون هم منظور كړے شو٬ د منظور شوي بدلون له مخئ د سپريم کورټ چيف جسټس به هم د جوډيشل کميشن غړے وي، سپريم کورټ او د وفاقي آئيني عدالت يو يو سينئر جج به هم د جوډيشل کميشن غړے وي۔ په آرټيکل 175 ډي كښې هم بدلون په اكثريت سره منظور كړے شو، په آرټيکل 175ډي كښې د آئيني عدالت ججز څخه د بيا سوګند اخستلو بدلون هم منظور شو، د آئيني عدالت جج به د آئين د تھرډ شيډول له مخې سوګند اخلي۔ د منظور شوي بدلون له مخې د وفاقي آئيني عدالت د پرېكړې اطلاق به د پاکستان د ټولو عدالتونو پشمول په سپريم کورټ هم وي، د سپريم کورټ د يوې پرېكړې اطلاق به هم په وفاقي آئيني عدالت نه وي، د سپريم کورټ د پرېكړې اطلاق به د هېواد د آئيني عدالت نه سېوا په ټولو عدالتونو وي، په آئيني بنچز كښې به د اولس د ګټې ټولې مقدمې وفاقي آئيني عدالت ته منتقل كېږي۔ د بدلون له مخې په وفاقي آئيني عدالت كښې به د هائي كورټ ھغه غړي جج جوړېدې شي چا چې په هائي كورټ كښې د لږ نه لږ پنځه كاله د جج خدمات ترسره كړې وي٬ چيف جسټس وفاقي آئيني عدالت ته په جوډيشل کميشن كښې د نمائندګۍ وركولو بدلون هم منظور كړے شو٬ ټول 59 شقونه په دريو كښې د دوه په اكثريت سره منظور كړے شول٫ وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ جې د بدلونونو شق وار منظورۍ نه وروستو ذكر شوے بل منظورۍ لپاره ايوان ته وړاندې كړو نو د سېنېټ چيئرمېن ايوان كښې د بل منظورولو طريقه كار واورولو٬ پنځه دقيقې ټلۍ وغږولې شوې او بيا د ايوان تمبې بندې كړې شوې۔ د سېنېټ چيئرمېن د بل پلوي غړي ښي اړخ ته لابي او مخالف غړو ته ګس اړخ ته لابي ته د تللو امر وكړو د دې نه وروستو د غړو شمېره وشوه٬ د بل په حق كښې 64 ووټونه او په مخالفت كښې يو ووټ هم كاسټ نه شو۔ دغسې دا بل په دريو كښې د دوو په اكثريت سره منظور شو











