اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ تر سېوري لاندې بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس به (نن) د نهې په ورځ د نومبر په يوولسمه نيټه په رسمي توګه پېل شي۔ سينيټ سيکرټريټ په دې لړ كښې انتظامات ته حتمي شکل وركړے دے او په دې لړ كښې اسلام آباد ته د پلاويو د راتګ سلسله په باقاعدګۍ سره پېل شوې٬ د دوست هېوادونو سپيکرز، دوهم سپيکرز، پارلماني غړي …
بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس به (نن) په رسمي توګه پېل شي

مزید خبریں
اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ تر سېوري لاندې بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس به (نن) د نهې په ورځ د نومبر په يوولسمه نيټه په رسمي توګه پېل شي۔ سينيټ سيکرټريټ په دې لړ كښې انتظامات ته حتمي شکل وركړے دے او په دې لړ كښې اسلام آباد ته د پلاويو د راتګ سلسله په باقاعدګۍ سره پېل شوې٬ د دوست هېوادونو سپيکرز، دوهم سپيکرز، پارلماني غړي د بېلو نړيوالو ادارو مشران اسلام آباد ته رارسېدلي او د پلاويو د راتګ سلسله اوس هم روانه ده۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې دې مهم کنفرنس كښې به چې سرخط يې “امن، سلامتيا او ترقي ده” تفصيلي خبرې به كېږي او د مهمو هېوادونو پارلماني مشران او استازي به هم د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي٬ کنفرنس ته به وزيراعظم شهباز شريف، د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني، د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق وېنا كوي٬ د سېنېټ چيئرمېن به د كنفرنس په مهال د مهمو هېوادونو پارلماني مشرانو سره په دوه اړخيزه اړيكو خبرو اترو جلا جلا ملاقاتونه هم كوي٬ كنفرنس به دوه ورځې روان وي او په پائي كښې به يو د ګډې اعلاميه هم جاري كولې شي٬ بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته زياتره پارلماني پلاوي رارسيدلي دي چې پكښې د روانډا، ګيانا، کانګو او صوماليه نه علاوه د يونيورسل پيس فيډريشن (يو پي ايف) صدر ډاکټر ټيګلن ابراهيم حماد څوك چې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او سماجي چارو ادارې (يو اېن اي سي او اېس او سي) سره تړون لري شامل دي٬ په کنفرنس كښې ګډون لپاره د آذربائجان، ازبکستان، کينيا، فلسطين، مالديپ، مالزيا، فلپائن، سربيا، نيپال، لائبيريا او سعودي عرب پلاوي اسلام آباد ته رارسيدلي دي۔ د اسلام آباد په نوي ايئرپورټ د سينيټ سيکرټريټ سينئر افسران، سينئر ډائريکټر جنرل پروټوکول طارق بن وحيد او نورو هم د ګرانو مېلمنو په هركلي كښې شامل وو











