د وزیراعظم صلاحكار اختیار ولي خان د وزیرِاعلیٰ سهېل آفریدي د بیان غندنه وكړه

اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم صلاحكار اختیار ولي خان د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي د بیان سختې غندنې كولو سره وئېلي دي وزیرِاعلیٰ د پاکستان لپاره د ځانونو قربانونكو سپكاوې کوي ،وزیراعلیٰ دې د پولې پورې غاړې ترجماني بنده کړي ۔ خپل يو بیان كښې ده ووئېل د پاک پوځ خلاف د وزیراعلیٰ بیان ناوړه او ناولے دے ،د خیبر پښتونخوا وزيراعلې په هغه پوځ تور لګوي …

اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم صلاحكار اختیار ولي خان د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي د بیان سختې غندنې كولو سره وئېلي دي وزیرِاعلیٰ د پاکستان لپاره د ځانونو قربانونكو سپكاوې کوي ،وزیراعلیٰ دې د پولې پورې غاړې ترجماني بنده کړي ۔ خپل يو بیان كښې ده ووئېل د پاک پوځ خلاف د وزیراعلیٰ بیان ناوړه او ناولے دے ،د خیبر پښتونخوا وزيراعلې په هغه پوځ تور لګوي چا ته چې د حرمین شریفین د حفاظت ذمه واري سپارلې شوې ده ، وزیرِاعلیٰ نن د هغه پوځ توهین كوي چا چې په ماضي كښې هم د حرمین شریفین خدمت کړے او بريدونه يې ناكامه كړې دي ۔ ده ووئېل وزیراعلې د پاکستان لپاره د ځانونو قربانۍ وركونكو توهین کوي ، د پاک پوځ په سوونو افسران او په زرګونو ځوانان چې د پاکستان په بېرغونو كښې راغښتي كور ته وړلے شي نو ميندې پرې وياړي ، ده ووئېل دا هغه پوځ دے چې د دښمن په ضد لكه د غر ولاړ دے ، وزیراعلیٰ د دوي خلاف نفرت خپروي ۔ اختیار ولي خان ووئېل د وزیراعلیٰ د بیان نه د دښمنانو په خاص توګه د هند او اسرائیل بو راځي ، د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د هېواد دښمنانو سره ولاړ ښكاري د خیبر پختونخوا او پاکستان سره نه ،ده ووئېل ،ستاسو د وزيرانو ګاډي په قاچاق كښې ككړ دي اول هغه لرې كړې ، د پاک پوځ خلاف بیانونه د برداشت نه دي، د خپلو محافظانو خلاف به چاته د خبرو اجازه ورنه كړو

مزید خبریں