بېن الپارلماني كانفرنس كښې ګدون كولو لپاره د بېلا بېلو ھېوادونو پارلماني پلاوي اسلام آباد ته راورسېدل

اسلام آباد ز10 نومب ( اے پي پي) بېن الپارلماني كانفرنس كښې ګدون كولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو پارلماني پلاوي چې پكښې سعودي عرب ٬ كېنيا٬ فلسطين ٬ مراكش٬ روانډا٬ مالديپ ٬ مالېزيا٬ فلپائن ٬ الجيريا ٬ بارباډوس او سربيا شامل دي پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټريټ د اړخه جاري بيان تر مخه د سعودي عرب پلاوي مشري د شورې كونسل …

اسلام آباد ز10 نومب ( اے پي پي) بېن الپارلماني كانفرنس كښې ګدون كولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو پارلماني پلاوي چې پكښې سعودي عرب ٬ كېنيا٬ فلسطين ٬ مراكش٬ روانډا٬ مالديپ ٬ مالېزيا٬ فلپائن ٬ الجيريا ٬ بارباډوس او سربيا شامل دي پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټريټ د اړخه جاري بيان تر مخه د سعودي عرب پلاوي مشري د شورې كونسل نائب چيئرمېن عبدالله بن عمد فلاتعه كوي ٬ د كېنيا پلاوي مشري ډپټي سپيكر فراح مالم محمد ٬ د فلسطين پلاوي مشري د قامي كونسل سپيكر روحي احمد فتوح ٬ د مراكش پلاوي مشري د كونسلرز هاوس سپيكر محمد ولد الرشيد كوي۔ دغسې د رونډا پلاوي مشري د سېنېټ صدر فرانكيوس ژيور ٬ د مالديپ پلاوي مشري د پالمان غړے عبدارحيم عبدالله او د مالېزيا پلاوي مشري د برني ايوان نائب صدر نور جزلان بن محمد كوي۔ د الجېريا پلاوي مشري د پارلمان غړے سعد اروس آو د بارباډوس پلاوي مشري سپيكر آرتهر يوز حين هولډر او د سربيا پلاوي مشري ډپټي سپيكر ايډن ډريسك كوي۔ په هوائي مېدان سېنېټر نديم احمد ٬ سينېټر سرمد علي او د سېنېټ سېكرټريټ سينئر چارواكو د پلاويو هر كلے وكړو۔ دا پارلماني كانفرنس د پاكستان سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ كښې كېږي۔ دا كانفرنس د سېنېټ چيئرمېن د لارښونې او مشرتابه د وژن مظهر دے۔ كانفرنس به د 11 نه تر 12 نومبر 2025 روان وي۔ دې كانفرنس سره به نړېوالې مرستې ته وده تر لاسه شي او د شرېكې مرستې لپاره به د ميل كاڼې ثابت شي او د بېلا بېلو هېوادونو د پارلماني پلاويو تر مينځه به اړېكې مضبوطې شي

مزید خبریں