بېن الپارلماني سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره پلاوي اسلام آباد ته راورسېدل

اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي) د 11 نه تر 12 نومبر كال 2025 كېدونكي بېن الپارلماني سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلي چې پكښې د آذربائيجان، ازبکستان، کينيا، فلسطين، مراکش، روانډا، مالديپ، مالزيا، فلپائن، سربيا، نيپال، لائبيريا او سعودي عرب پلاوي شامل دي۔ د ګل په ورځ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د اردن نائب وزيراعظم توفيق کريشان په مشرۍ كښې پلاوې …

اسلام آباد۔10نومبر (اے پي پي) د 11 نه تر 12 نومبر كال 2025 كېدونكي بېن الپارلماني سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلي چې پكښې د آذربائيجان، ازبکستان، کينيا، فلسطين، مراکش، روانډا، مالديپ، مالزيا، فلپائن، سربيا، نيپال، لائبيريا او سعودي عرب پلاوي شامل دي۔ د ګل په ورځ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د اردن نائب وزيراعظم توفيق کريشان په مشرۍ كښې پلاوې اسلام آباد ته رارسېدلے٬ د سينيټ آف پاکستان اعليٰ چارواكو د پلاوي هركلے وكړو٬ دغسې د آزربائيجان پلاوې د ډپټي سپيكر ملي مجلس علي احمديوف په مشرۍ كښې ٬ د ازبکستان څخه د ډپټي چيئرمين سينيټ مجلسِ اعليٰ صودق سيفووف او د کيمرون څخه د پارلماني غړي کماسے سائمن پوو په مشرۍ كښې هم پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلې دي ٬ د ګوئټے مالا د پخواني صدر جمي موراليس، د کينيا دډپټي سپيکر فراح مالم محمد او د فلسطين د قامي کونسل سپيکر روحي احمد محمد فتوح هم د خپل خپل پلاوي سره اسلام آباد ته راورسېدل٬ د دې نه علاوه د سعودي عرب څخه د شوريٰ کونسل نائب چيئرمين عبد الله بن عدم فلاتعه په پلاوي مشرۍ كښې پلاوي ډاکټر عثمان هاکاماني، عبدالله اطلاس او ډاکټر معين المدني شامل دي ٬ سينيټر نديم احمد بھټو او د سينيټ سيکرټريټ سينئر افسرانو د سعودي پلاوي تود هركلے وكړو ٬ مراکش څخه د سپيکر هاؤس آف کونسلرز محمد ولد الرشيد، د روانډا څخه د سينيټ صدر فرانکيوس ژيوير، د مالديپ څخه سپيکر عبدالرحيم عبدالله، د مالزيا څخه د سېنېټ نائب صدر نور جزلان بن محمد او د فلپائن پلاوي هم اسلام آباد ته رارسېدلي دي ٬ د الجيريا څخه د پارلماني غړي سعد اروس په مشرۍ كښې پلاوي٬ د بارباډوس څخه د سپيکر آرتھر يوجين هولډر او د سربيا څخه د ډپټي سپيکر ايډن ډرليك په مشرۍ كښې پارلماني پلاوي رارسېدلي٬ دغسې د تاجکستان د ايوانِ نمائندګان نائب سپيکر عزيز ګيوزودا او نړيوال تنظيم جي سي پي آر ګلوبل افسر ډاکټر نورال عالم مظمدر او د نيپال د ايوانِ نمائندګان سيکرټري هرکا راج رائے بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسېدل٬ د د لائبيريا د ايوانِ نمائندګان سپيکر هز ايکسي لينسي رچرډ نيګبے کون او د لائبيريا ايوانِ نمائندګان هائيډروکاربن کميټۍ چيئرمين او د امن او مفاهمت کميټۍ غړے مسټر سيم پي جالله هم بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس كښې ګدون لپاره اسلام آباد ته راروسېدل٬ په هوائي مېدان د سينيټ سيکرټريټ لوړ پورو او سينئر ډائريکټر جنرل پروټوکول او اړوند چاروواكو د ټولو ګرانو مېلمنو تود هركلے وكړو ۔ په بين الپارلماني سپيکر کنفرنس كښې د بېلا بېلو پلاويو د راتګ سلسله روانه ده۔ دا بين الپارلماني سپيکرز کنفرنس د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د دور انديش قيادت، مؤثره سفارتي وژن او د بين الاقوامي پارلماني مرستې ودې لپاره د هلو ځلو څرګندونه ده ٬ کنفرنس به د 11 نه تر 12 نومبر كال 2025ء په اسلام آباد كښې روان وي چې پكښې به د نړۍ د بېلو منطقو او هېوادونه نه راغلي پارلماني مشران٬ غړي او د نړيوالو تنظيمونو استازي ګډون كوي٬ دا کنفرنس به نړيوال امن، شريكه مرسته پارلماني سفارتکارۍ، د جمهوري اقدارو او د مکالمې ودې له يو اهم سنګ ميل ثابت شي او د بېلو هېوادونو د پارلماني ادارو ترمېنځه اړيكې لا قوي كولو كښې به مرستياله وګرځي

مزید خبریں