بېن الپارلماني سپيكرز كانفرنس كښې ګډون لپاره د الجېريا او بارباډوس نه پارلماني پلاوي اسلام آباد ته راورسېدل

اسلام آباد۔10 نومبر (اے پي پي) په بېن الپارلماني كانفرنس كښې ګدون لپاره د الجېريا او بارباډوس پارلماني پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلې دي ۔ د سېنېټ سېكټرېيټ تر مخه د الجېريا د پارلماني پلاوي مشري د پارلمان غړے سعداروس كوي او دغسې د بارباډوس پارلماني پلاوي مشري د پارلمان سپيكر آرتهر يو حين هولډ كوي۔ د اسلام آباد په هوائي مېدان د سېنېټ سېكرټريټ سينئر افسرانو د دواړو هېوادونو …

اسلام آباد۔10 نومبر (اے پي پي) په بېن الپارلماني كانفرنس كښې ګدون لپاره د الجېريا او بارباډوس پارلماني پلاوي اسلام آباد ته رارسېدلې دي ۔ د سېنېټ سېكټرېيټ تر مخه د الجېريا د پارلماني پلاوي مشري د پارلمان غړے سعداروس كوي او دغسې د بارباډوس پارلماني پلاوي مشري د پارلمان سپيكر آرتهر يو حين هولډ كوي۔ د اسلام آباد په هوائي مېدان د سېنېټ سېكرټريټ سينئر افسرانو د دواړو هېوادونو مېلمنو ته هر كلے اووې ۔ دا پارلماني كانفرنس د پاكستان سېنت چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ كښې كېږي۔ دا كانفرنس د سېنېټ چيئرمېن د لارښونې او مشرتابه د وژن مظهر دے۔ كانفرنس به د 11 نه تر 12 نومبر 2025 روان وي۔ دې كانفرنس سره به نړېوالې مرستې ته وده تر لاسه شي او د شرېكې مرستې لپاره به د ميل كاڼې ثابت شي او د بېلا بېلو هېوادونو د پارلماني پلاويو تر مينځه به اړېكې مضبوطې شي

مزید خبریں