وزيراعظم شهباز شريف د کيش ليس معيشت په اړه اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه٬ ټاكلي شوي هدفونه پخپل مقرر وخت كښې د سر كولو امر

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د کيش ليس معيشت په اړه اقدامات د اطمينان څرګندونې كولو سره وضع كړي هدفونه په خپل مقرر وخت موده كښې د سر كولو امر كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د کيش ليس معيشت په حواله د اغستو ګامونو په اړه …

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د کيش ليس معيشت په اړه اقدامات د اطمينان څرګندونې كولو سره وضع كړي هدفونه په خپل مقرر وخت موده كښې د سر كولو امر كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د کيش ليس معيشت په حواله د اغستو ګامونو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء تارړ، شزه فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سټېټ ګورنر سټيټ جمېل احمد، د نادرا چيئرمين ليفټينينټ جنرل محمد منير افسر، د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم غونډې ته ووئيل معيشت کيش ليس كولو لپاره جاري اقدامات به د هېواد د معيشت په تل پاتي پرمختګ كښې كليدي كردار وي

مزید خبریں