افغانستان كښې د چاودېدونكو توكو په چاؤدلو 2 كوچنيان په حق ورسېدل

كابل۔ 10 نومبر (اے پي پي) د افغانستان بادغيس ولايت كښې په بالا مرغاب اولسوالۍ كښې د چاودېدونكو توكو په چاؤدلو 2 كوچنيان په حق ورسېدل۔ د شنهوا تر مخه د ولايت پوليس دفتر پخپل بيان كښې وئېلي دي چې كوچنيان تېره ورځ د يو ګوډاګي غونډې څيز سره د لوبو كولو په مهال هغه خوخت په حق ورسېدل چې د تېرو جنګونو نه پاتي موادو څخه چاؤدنه وشوه چې۔ …

كابل۔ 10 نومبر (اے پي پي) د افغانستان بادغيس ولايت كښې په بالا مرغاب اولسوالۍ كښې د چاودېدونكو توكو په چاؤدلو 2 كوچنيان په حق ورسېدل۔ د شنهوا تر مخه د ولايت پوليس دفتر پخپل بيان كښې وئېلي دي چې كوچنيان تېره ورځ د يو ګوډاګي غونډې څيز سره د لوبو كولو په مهال هغه خوخت په حق ورسېدل چې د تېرو جنګونو نه پاتي موادو څخه چاؤدنه وشوه چې۔ د افغانستان د نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي يو راپور تر مخه هېواد كښې نزدې 1150 مربع كلوميټر باندې اوس هم مئېنونه او د تېرو جنګونو نه پاتي مواد په زمكه كښې موجود دي۔ رپورټ كښې وئېلې شوي دي افغانستان د نړۍ په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د مائنونو تر ټولو زيات ځپلے دے ځكه چې د څلورو لسيزو جنګونو او كورنيو جهګرو به نتيجه كښې په زرګونو د چاودلو نه پاتي مواد او مائنونه اوس هم موجود دي