په سينيټ كښې د ډاكټر علامه اقبال د ولادت ورځې په موقع متفقه قرارداد منظور كړے شو٬ د هغه فكري ٬ ادبي او سياسي خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) په سېنېټ كښې د ختيځ شاعر ډاكټر علامه اقبال د ولادت ورځې په موقع متفقه قرارداد منظور كړے شو په كوم كښې چې د هغه فكري ٬ ادبي او سياسي خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر شيري رحمان دا قرارداد وړاندے كړو۔ په قرارداد كښی علامه اقبال د ختيځ شاعرِ او د يو جلا …

اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) په سېنېټ كښې د ختيځ شاعر ډاكټر علامه اقبال د ولادت ورځې په موقع متفقه قرارداد منظور كړے شو په كوم كښې چې د هغه فكري ٬ ادبي او سياسي خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر شيري رحمان دا قرارداد وړاندے كړو۔ په قرارداد كښی علامه اقبال د ختيځ شاعرِ او د يو جلا اسلامي مملكت تصور معمار په توګه تسليم كړے شو۔ په قرارداد كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې د اقبال شاعري ٬ فلسفه او سياسي فكر نن هم قوم او ځوان كول لپاره د حوصلې ٬ خودۍ ٬ يو والي او مړانې سرچينه ده۔ په قرارداد كښې داه ووئيلې شوو چې دا ورځ دې يوازې د يادګاري ورځې په توګه نه بلكې د اقبال پېغام او نظرياتو سره د عملي تړون په توګه ولمانځې شي۔ په قرارداد كښې ددې عزم پخلے وكړو شو چې پاکستان به د آزادۍ ٬ مساوات او انصاف په اصولو اډانه يو انسان دوست او ترقي پسند ټولنه جوړولې شي لكه څنګه چې اقبال په خپل فكر كښې وړاندې كړې وه۔

مزید خبریں