د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کښې د ترهګرۍ نه رد كېدونكي شواهد یو ځل بیا راڅرګند شوي٬ په 30 ستمبر په فرنټيئر كور هېډ كوارټرز (نارتھ) كوئټه ترسره شوي ځانمرګې بريد كښې ككړ دويم بريد كوؤنكے افغان ؤ

اسلام آباد۔9نومبر (اے پی پی) د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کښې د ترهګرۍ د شتون نه رد كېدونكي شواهد یو ځل بیا راڅرګند شوي دي۔ د ستمبر په 30 مه په فرنټيئر كور هېډ كوارټرز (نارتھ) كوئټه ترسره شوي ځانمرګې بريد كښې ككړ دويم بريد كوؤنكے افغان ؤ۔ د تفصيلات له مخې د فتنة الخوارج افغان ځانمرګي بريدګر شناخت سهيل نامې عرف خباب سره شوے دے۔ ده د …

اسلام آباد۔9نومبر (اے پی پی) د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کښې د ترهګرۍ د شتون نه رد كېدونكي شواهد یو ځل بیا راڅرګند شوي دي۔ د ستمبر په 30 مه په فرنټيئر كور هېډ كوارټرز (نارتھ) كوئټه ترسره شوي ځانمرګې بريد كښې ككړ دويم بريد كوؤنكے افغان ؤ۔ د تفصيلات له مخې د فتنة الخوارج افغان ځانمرګي بريدګر شناخت سهيل نامې عرف خباب سره شوے دے۔ ده د افغانستان وردك ولايت ميدان اولسوالۍ سره تعلق لرلو۔ په كوئټه اېف سي هېډ كوراټر بريد كښی 8 وګړي شهيدان او نور 40 ټپيان شوي وو۔ په اېف سي هېډ كوارټر كوئټه بريد د فتنة الخوارج افغان ترهګرو د شرم وړ وروستے مثال دے۔ د افغان طالبان رجيم لوظونه ماتولو او د ترهګرو پرله پسې مرستې ټوله منطقه خطر سره مخ كړې ده۔

مزید خبریں