د وفاقي وزير محسن نقوي مفكر پاكستان علامه اقبال ته د عقيدت پيرزؤنې

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مفكر پاكستان او شاعر مشرق علامه اقبال ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پيرزؤنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې مونږ له به د علامه اقبالؒ په اصولو عمل كولو سره د پاكستان پرمختګ ٬ امن او سوكالۍ له كار كول وي۔ د اتوار په ورځ د اقبال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وفاقي وزير …

اسلام آباد۔9 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مفكر پاكستان او شاعر مشرق علامه اقبال ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پيرزؤنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې مونږ له به د علامه اقبالؒ په اصولو عمل كولو سره د پاكستان پرمختګ ٬ امن او سوكالۍ له كار كول وي۔ د اتوار په ورځ د اقبال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د اقبالؒ شخصیت او فکر د هندوستان په مسلمانانو كښې د خودارۍ او وقار جذبه پېدا كړه۔ پاكستان د علامه اقبال د خوب تعبير دے او مونږ له به ددې حفاظت كول وي۔ ده ووئيل ځوانانو لپاره د اقبال فكر د لارې مشال دے۔ هغوي بايد خپله خودي وپېژني او خواري كولو سره د پاكستان نامه روښانه كړي۔ ده ووئيل مونږ له به د علامه اقبالؒ په اصولو عمل كولو سره د پاكستان پرمختګ ٬ امن او سوكالۍ له كار كول وي۔ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے مونږ له د اقبال په فكر د عمل كولو او خپل ګران هېواد د پرمختګ بامونو ته د رسولو همت او توفيق راكړي۔

مزید خبریں