باکو ۔8نومبر(اے پی پی) پاکستان اور آذربائيجان اور آذربائیجان د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او دفاع په شمول په بيلو څانګو كښې د همكارۍ په لا پياوړې كولو اتفاق كړے دے ٬ وزيراعظم شهباز شريف د كاراباخ آزادۍ جنګ كښې د آذربائيجان فتح د خپلواكۍ حق لپاره ستړو كوؤنكو مظلوم اولس او په خاص توګه كشميري او فلسطيني اولس لپاره د اميد څړك ګرځولے دے۔ وزیر اعظم د …
د وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات ٬ د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او دفاع په شمول په بيلو څانګو كښې د همكارۍ په لا پياوړې كولو اتفاق

مزید خبریں
باکو ۔8نومبر(اے پی پی) پاکستان اور آذربائيجان اور آذربائیجان د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او دفاع په شمول په بيلو څانګو كښې د همكارۍ په لا پياوړې كولو اتفاق كړے دے ٬ وزيراعظم شهباز شريف د كاراباخ آزادۍ جنګ كښې د آذربائيجان فتح د خپلواكۍ حق لپاره ستړو كوؤنكو مظلوم اولس او په خاص توګه كشميري او فلسطيني اولس لپاره د اميد څړك ګرځولے دے۔ وزیر اعظم د جمعې په ورځ د آذربائیجان صدر الهام علیوف سره ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم او شهبازشریف او د آذربائیجان صدر الهام علیوف ترمينځه م لاقات په صدارتي مانړۍ كښې وشو۔ په ملاقات كښې فیلډ مارشل سید عاصم منېر هم موجود ؤ۔ دا خبره دې ياده وي چې وزیراعظم د آذربائیجان د فتح ورځ دستوره كښې ګډون لپاره د آذربائیجان په دوره دے۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او دفاع په شمول په بيلو څانګو كښې د همكارۍ په لا پياوړې كولو يۍ موافقت وكړو۔ وزيراعظم د آذربائيجان صدر الهالم عليوف ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه په خوشحالۍ قبوله كړه۔











