د علامه اقبال د خودارۍ تصور اسلامي نړۍ لپاره د بيدارۍ او ځان پيژندنې پيغام دے: سردار اياز صادق

اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاہ شاعرِ مشرق، مفکرِ پاکستان علامه اقبال ته په درنو ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د علامه اقبال فكر د نيمې اوچې مسلمانانو په زړونو كښې د آزادۍ ٬ خودۍ او ملي غېرت يوه نوې جذبه پېدا كړه۔ د اقبال فكر نه يوازې د پاكستان جوړېدو فكري …

اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاہ شاعرِ مشرق، مفکرِ پاکستان علامه اقبال ته په درنو ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د علامه اقبال فكر د نيمې اوچې مسلمانانو په زړونو كښې د آزادۍ ٬ خودۍ او ملي غېرت يوه نوې جذبه پېدا كړه۔ د اقبال فكر نه يوازې د پاكستان جوړېدو فكري ماخذ دے بلكې ټولې اسلامي نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔ د اقبال ورحې په موقع خپل پېغام كښې سپيكر اياز صادق ووئيل اقبال مسلمانانو له د يو جلا قوميت شعور وركړو او د يو آزاد وطن تصور وركولو سره يۍ هغوي ته يو نظرياتي جهت وركړو۔ ده ووئيل د نن ځوان بايد د اقبال د خودۍ په پېغام ځان پوهه كړي او دا په عملي ژوند كښې خپلولو سره د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ دوهم سپيكر ووئيل په خپل پېغام كښې ووئيل د علامہ اقبالؒ شاعرۍ زړونه بېدار او ذهنونونه منور كړل۔ ده ووئيل نن ضرورت ددې خبرې دې چې د اقبال فكر د قومي پالېسيو او اجتماعي رويو برخه جوړ كړې شي۔

مزید خبریں