په اوسني دور كښې د لوږې او غربت سبب د څيزونو كمے نه٬ شخړې٬ د مساوات نشتوالے او سياسي ناکامۍ دي۔ صدر اناليان بائر بوك

ملګرو ملتونه 07 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي صدر انالينا بائر بوك وئيلي دي په اوسني دور كښې د لوږې او غربت سبب د څيزونو كمے نه بلكې شخړې٬ د مساوات نشوالے او سياسي ناکامۍ دي۔ په دوحه كښې د سماجي پرمختګ د نړيوالو مشرانو د دوېم كنفرنس په موقع ھغې په دې خبره زور راوړو چې لويه مسئله پېسه نه ده بلكې دا ده …

ملګرو ملتونه 07 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي صدر انالينا بائر بوك وئيلي دي په اوسني دور كښې د لوږې او غربت سبب د څيزونو كمے نه بلكې شخړې٬ د مساوات نشوالے او سياسي ناکامۍ دي۔ په دوحه كښې د سماجي پرمختګ د نړيوالو مشرانو د دوېم كنفرنس په موقع ھغې په دې خبره زور راوړو چې لويه مسئله پېسه نه ده بلكې دا ده چې سرمايه كاري څنګه وكړې شي٬ ھغې د كنفرنس ګډون كوٶنكو هېوادونو څخه په غربت كښې د كمي٬ ښه كارونو او د سماجي شموليت په حواله د ستائنې وړ پېشرفت په اړه په لوظنامو عملدرامد كښې د تندۍ راوستو مطالبه وكړه، دا خبره باوري كولو سره د دوحه سياسي اعلاميه په غربت كښې كمے٬ ښه كارونه او د سماجي شموليت په حواله د ستائنې وړ پېشرفت وړاندې كړو۔ د جنرل اسمبلي صدر انالينا بائر بوك ووئيل د مشرانو په غونډه كښې نقائص رامخې ته كولو سره د دې په حل عمل كولو پېشرفت رڼا هم واچوله