صدر مملكت آصف علي زرداري سره د الجزيره ميډيا نيټ ورك ډائرېكټر جنرل ناصر بن فيصل بن خليفه الثاني ملاقات

دوحه 06 نومبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د الجزيره ميډيا نيټ ورك ډائرېكټر جنرل ناصر بن فيصل بن خليفه الثاني دوحه كښې ملاقات كړے دے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د قطر كوربتوب او قطري قيادت سره د شوو ګټورو ملاقاتونو په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه ۔صدر مملكت ووئيل الجزيره …

دوحه 06 نومبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د الجزيره ميډيا نيټ ورك ډائرېكټر جنرل ناصر بن فيصل بن خليفه الثاني دوحه كښې ملاقات كړے دے ۔د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د قطر كوربتوب او قطري قيادت سره د شوو ګټورو ملاقاتونو په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه ۔صدر مملكت ووئيل الجزيره معروضي صحافت او د دوست ملتونو ترمينځه هم آهنګۍ ته وده كښې مهم كردار لري۔صدر مملكت آصف علي زرداري د فلسطيني اولس په حق كښې د قطر اصولي دريځ او غزه امن لپاره مشري وستائېله۔نصار بن فيصل الثاني د قطر سره د يو والي په څرګندونه د پاكستان مننه وكړه۔د الجزيره ميډيا نيټ ورك ډائرېكټر جنرل صدر مملكت خبر كړو چې د الجزيره يو اعلٰی كچ پلاوې به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔په ملاقات كښې وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري٬د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د پاكستان سفير هم موجود وو۔

مزید خبریں