لبنان كښې د يو نوي جنګ خطر دے ٬ د اسرائيل عهدېدار

تل ابيب۔6 نومبر (اے پي پي) د اسرائيل يو عهدېدار وئېلي دي په لبنان كښې حنګ نه غواړو ٬ خو كه ضرورت پیښ شو نو وروستو كېږو به هم نه ٬ د العربيه تر مخه د اسرائيل عهدېدار ووئېل حزب الله په سوئېلې لبنان كښې بيا خپل پوزيشن مستحكم كوي ٬ د كوم څخه جې د يو نوي جنګ خطر دے ٬ مونږ وينو چې د لبنان حكومت د اړخه …

تل ابيب۔6 نومبر (اے پي پي) د اسرائيل يو عهدېدار وئېلي دي په لبنان كښې حنګ نه غواړو ٬ خو كه ضرورت پیښ شو نو وروستو كېږو به هم نه ٬ د العربيه تر مخه د اسرائيل عهدېدار ووئېل حزب الله په سوئېلې لبنان كښې بيا خپل پوزيشن مستحكم كوي ٬ د كوم څخه جې د يو نوي جنګ خطر دے ٬ مونږ وينو چې د لبنان حكومت د اړخه په سوئېلې لبنان كښې په وسله جمع كولو كښې بې غوره كېږي۔ هغه دا هم ذكر وكړو چې اسرائيل د لبنان سره د كومو هم خبرو اترو هر كلے كوي خو دا خبرې بغېر د كومو شرطونو پكار دي۔ د دې نه وړاندې د لبنان صدر جوزف عون وئېلي وو د هېواد په جنوب كښې د اسرائيلي پوځ په څو ځايونو موجودګي د رياست په لاسو كښې د وسلې محمدود كولو په منصوبه د عمل درآمد په لار كښې خنډ ده٬ په 5 اګست د لبنان كابينې د حزب الله او د ټولې وسلې د رياست لاسونو ته د محدود كولو او پوځ ته د 2025 د احتتام نه وړاندې د منصوبې جوړولو او د نافذ كولو كار سپارلو منظوري وركړې وه خو د حزب الله سېكرټري جنرل نعيم قاسم د يوې نه په زياتو موقعو وئېلي دي چې ګوند دا مسترد كوي ۔