وزيراعظم سره د چوهدري سالك حسين په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ق) پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ق) څلور كسيز پلاوي ملاقات كړے او ده سره يۍ په مجوزه 27 م آئيني بدلون د خيالاتو څرګندونه او مشاورت وكړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې سېنېټر کامل علی آغا او د …

اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ق) څلور كسيز پلاوي ملاقات كړے او ده سره يۍ په مجوزه 27 م آئيني بدلون د خيالاتو څرګندونه او مشاورت وكړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې سېنېټر کامل علی آغا او د قامي اسمبلۍ غړے چوهدري اېم الياس او فرخ خان شامل وؤ۔ په ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، د دفاع وزیر خواجه آصف، د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ، د اقتصادي چارو وزیر احد خان چیمه، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ، د پارليماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري او د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناﺀ هم موجود وؤ

مزید خبریں