اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) حریت لارښود عبد الحمید لون د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ننۍ ورځ د جمو وكشمير د تاريخ تر ټولو زياته توره ورځ ده٬ په كال 1947 كښې په دې ورځ هند مسلمانان د خپل بربريت د لارې په نخښه كړل او د آر اېس اېس ترهګرو نزدې 5 لكه مسلمانان شهيدان كړل۔ دې ځايې څخه په جاري شوي …
د نومبر 6 مه د كشمير د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده ٬ كال 1947 كښې په دې ورځ هند د لكھونو په شمير مسلمانان شهيدان كړي: حريت لارښود عبد الحميد لون

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) حریت لارښود عبد الحمید لون د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ننۍ ورځ د جمو وكشمير د تاريخ تر ټولو زياته توره ورځ ده٬ په كال 1947 كښې په دې ورځ هند مسلمانان د خپل بربريت د لارې په نخښه كړل او د آر اېس اېس ترهګرو نزدې 5 لكه مسلمانان شهيدان كړل۔ دې ځايې څخه په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل د برطانیي ورځپاڼې دغه د دوه لكه 37 زره كشميريانو مسلمانانو د عامې وژنې تصديق وكړو۔ عبدالحمید لون ووئيل په كال 1947 كښې د مسلمانانو نسل كشي وكړې شوه ٬ دا عامه وژنه يو منظم سازش ؤ دغسې چې په جمو كښې د آبادۍ تناسب بدل كړے شي۔ ده ووئيل آر اېس اېس د زرګونو په شمېر د مېرمنو بې حرمتي وكړه ٬ د مسلمانانو كورونه يۍ وسوزول او د لوټ مار كارروايۍ يۍ وكړه ۔ هند د ظلمونو باوجود د كشميري اولس جذبه ختمه نه كړې شوه۔ ده ووئيل د جمو د شهيدانو ورځ د هند د وحشيانه ظلمونو ښكار شوو كشميريانو په ياد كښې لمانځلې شي٬ د هند ظلمونو باوجود كشميريان نن هم د آزادۍ شمع روښانه ساتلې ده۔









