سرینګر :” شهدائے جموں“ ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د حریت کانفرنس تر سېوري لاندې دستوره ، د شهدا عظیمې قربانۍ د آزادۍ تحریک قیمتي اثاثه ده ،مقررین

سرینګر۔6نومبر (اے پي پي) د هند غیر قانوني قبضه كړي جموں و کشمیر كښې تابيا شوې يوه دستوره كښې وېنا كوونكو ”شهدائے جموں“ ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كرې كوم چې په نومبر 1947 كښې ډوګرہ عسكرو، هندوتوا آر ایس ایس او د نورو هندو فرقه پرست قواؤ هغه وخت په بے دردۍ سره شهیدان كرې وو چې هغوي د پاکستان پلو هجرت کولو ۔ د کشمیرمیډیا سروس تر مخه …

سرینګر۔6نومبر (اے پي پي) د هند غیر قانوني قبضه كړي جموں و کشمیر كښې تابيا شوې يوه دستوره كښې وېنا كوونكو ”شهدائے جموں“ ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كرې كوم چې په نومبر 1947 كښې ډوګرہ عسكرو، هندوتوا آر ایس ایس او د نورو هندو فرقه پرست قواؤ هغه وخت په بے دردۍ سره شهیدان كرې وو چې هغوي د پاکستان پلو هجرت کولو ۔ د کشمیرمیډیا سروس تر مخه شهداء ته عقیدت وړاندې كولو لپاره دستوره کل جماعتي حریت کانفرنس په سرینګر كښې وكړه ۔ د حریت کانفرنس وياند ایډووکیټ عبدالرشید منهاس د اړخه د سري نګر نه جاري بیان تر مخه د دستورې وېنا والو ”شهدائے جموں“ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د شهداء مقدس وينه به يوه ورځ ضرور رنګ راوړي ۔ هغوي ووئېل د جموں سيمې په 1947 كښې د مهاراجه هري سنګھ د فورسز او د آر ایس ایس او نورو هندو توا قواؤ د لاسه بدترینه نسل کشۍ سره مخ شوه ، د 1947 قتل عام د انسانیت خلاف يو ناوړه جرم ؤ ۔مقررین ووئېل د بي جے پي هندو توا هندي حکومت په اګست 2019 كښې د جموں و کشمیر خصوصي حیثیت ختمولو سره په کشمیریانو يو بل او سنګین وار وكړو ۔ هغوي ووئېل د دې غیر قانوني او یو اړخيزه کارروائۍ بنیادي مقصد په مقبوضه وادۍ کشمیر كښې د مسلمانانو اکثریت په اقلیت بدلول دي ٬ لكه څنګه چې په 1947 كښې د جموں سيمه بدله كړې شوې وه ۔ هغوي ووئېل نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې په نړيواله كچه تسلیم شوې شخړېزه سيمه جموں وکشمیر كښې د غیر قانوني کارروائیو او په تش لاسي کشمیریانو د هند د روانو وحشیانه ظلمونو نوټس واخلي ا ود شخړې هواري له خپل کردار تر سره كړي ۔