اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيکر سيد غلام مصطفيٰ شاه وئيلي دي د 6م نومبر كال 1947 پېښه د کشميريانو د تاريخ ناوړه او نه هېرېدونكے باب دے٬ د زرګونو په شمېر كشميري مسلمانان خپلې خاورې٬ شناخت او د آزادۍ تحفظ لپاره قربان شوي وو ۔ د زيارت په ورځ د كشمير شهيدانو ورځ په موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل د جمو شهيدانو …
د 6م نومبر كال 1947 پېښه د کشميريانو د تاريخ نه هېرېدونكے باب دے۔ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفيٰ شاه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيکر سيد غلام مصطفيٰ شاه وئيلي دي د 6م نومبر كال 1947 پېښه د کشميريانو د تاريخ ناوړه او نه هېرېدونكے باب دے٬ د زرګونو په شمېر كشميري مسلمانان خپلې خاورې٬ شناخت او د آزادۍ تحفظ لپاره قربان شوي وو ۔ د زيارت په ورځ د كشمير شهيدانو ورځ په موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل د جمو شهيدانو د خپلو ځانونو په قربانولو د آزادۍ شمع روښانه كړې ٬ د پاكستان اولس د جمو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ دوهم سپيکر سيد غلام مصطفيٰ شاه ووئيل پاکستان به د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي او د پاكستان پارلمان به په هر نړيوال فورم د كشميريانو د آزادۍ حق لپاره غږ پورته كوي۔








