دوحه۔6 نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په منطقه كښې امن او مكالمې ته وده وركولو له د قطر تعميري كردار ستائلو سره وئيلي دي چې د پاكستان او قطر ترمينځه همكاري سيمه ايز امن ٬ د توان تحفظ او سماجي پرمختګ لپاره ستراتيجيكي اهميت لري٬ پاكستان او خليجي هېوادونه افرادي قوت برابرولو ٬ مهارت ته وده وركولو او تلپاتۍ سرمايه كارۍ كښې همكاري زياتولې شي٬ پاكستانۍ كميونټي …
د پاكستان او قطر ترمينځه همكاري سيمه ايز امن ٬ د توان تحفظ او سماجي پرمختګ لپاره ستراتيجيكي اهميت لري٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د قطر انګليسي ورځپاڼې’’دی پیننسولا‘‘ سره خصوصي مركه

مزید خبریں
دوحه۔6 نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په منطقه كښې امن او مكالمې ته وده وركولو له د قطر تعميري كردار ستائلو سره وئيلي دي چې د پاكستان او قطر ترمينځه همكاري سيمه ايز امن ٬ د توان تحفظ او سماجي پرمختګ لپاره ستراتيجيكي اهميت لري٬ پاكستان او خليجي هېوادونه افرادي قوت برابرولو ٬ مهارت ته وده وركولو او تلپاتۍ سرمايه كارۍ كښې همكاري زياتولې شي٬ پاكستانۍ كميونټي د پاكستان او قطر ترمينځه پخوانيو اړيكو لپاره د يو مضبوط پل حېثيت لري٬ د پاكستان د سماجي تحفظ نظام د لارې بائیومېټرک تصديق سره د مرستې رقم په سپېځلې توګه حقدار ته رسي٬ مونږ يو داسے پاكستان غواړؤ چرته چې هره كورنۍ سماجي تحفظ لري ٬ مېرمنې په معاشي توګه خپلواكه او ځوانانو ته د عزت روزګار ترلاسه وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د قطر انګلېسي ورځپاڼې’’ دی پېننسولا ‘‘ سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ ۔صدر مملكت ووئيل قطر په منطقه كښې امن لپاره د درېمګړي كردار ترسره كړے دے۔ په خاص توګه قطر د حماس او د نړيوالو ډلو ترمينځه په مذاكراتو كښې مرسته وكړه او د امريكا او طالبان ترمينځه د مذاكراتو يۍ كوربتوب وكړو چې ورسره د افغان عمل لاره هواره شوه او د پاكستان سيمه ايز تحفظاتو سره اړوند مهم پېشرفت وشو۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان او قطر يو بل سره ګڼ اړخيزه اړيكې لري كومې چې په شريك مذهب ٬ كلتور او شريك احترام اډانه دي ٬ كال 1972 څخه دوه اړخيزه سفارتی اړيكې په بېلو مهمو څانګو كښې پرله پسې زياتېږي۔ ده ووئيل د پاكستان او قطر ترمينځه همكاري سيمه ايز امن ٬ د توان تحفظ او سماجي پرمختګ لپاره ستراتيجيكي اهميت لري۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په قطر كښې پاكستاني افرادي قوت ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل په قطر كښې پاكستاني كميونټي د پاكستان او فطر ترمينځه پخوانيو اړيكو لپاره د يو مضبوط پل حېثيت لري۔ صدر مملكت ووئيل مونږ د خپل وركرز مهارت زياتولو او دوئي سره په باضابطه توګه د بېنكنګ چېنلز كارولو كښې مرسته كوؤ دغسې چې هغوي بهر هېوادونو كښې غوره موقعې ترلاسه كړې شي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د قطر د مكالمې او سفارت كارۍ كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل د دوحه عمل مقصد په سيمه ايزه او نړيواله كچه د همكارۍ امكانات رامخې ته كول دي۔ ده ووئيل پاكستان او خليجي هېوادونه افرادي قوت برابرولو ٬ مهارت ته وده وركولو او تلپاتۍ سرمايه كارۍ كښې همكاري زياتولې شي٬ موسمياتي موافق انفراسټركچر او سماجي تحفظ لپاره پورته كېدونكي ګډ ګامونه به د منطقې استحكام مضبوط كړي۔ ده ووئيل دويم نړيوال سماجي پرمختيائي سمټ ٬ په نړيوالو سماجي او معاشي چېلنجونو قابو موندلو له زيات مهم دے۔ د بې وزلۍ ٬ زده كړو او روغتيا مسئلو په اړه صدر مملكت ووئيل مونږ دا مسئلې د سماجي تحفظ او په بشري وسيله كښې د سرمايه كارۍ د لارې حل كوو۔ د بینظیر انكم سپورټ پروګرام لاندې 90 لكه څخه د زياتو كورنيو نېغ په نېغه مرسته كولې شي۔ دغسې د وسیله تعلیم او نشوونما په څير پروګرامونو د لارې د كوچنيانو زده كړې او غذائي معيار ښه كولے شي۔ ده ووئيل مونږ د بي آئي اېس پي دائره او اهليت زياتوو ، قومي سماجي اقتصادي نظام په بشپړه توګه ډيجيټل كړے شوے دے٬ د كوچنيانو ٬ معذور وګړو ٬ آفت ځپليو كورنيو او مېرمنو ډيجيټل شموليت لپاره نوې پروګرامونه عملي كولې شي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د سوئيلي هېوادونو ترمينځه همكارۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ موسمياتي استحكام او غذائي تحفظ لپاره د نړيوالې مرستې اهميت په ډاګه كولو سره صدر مملكت ووئيل چې موسمياتي بدلون نېغ په نېغه د خلكو روزګار او ژوند اغېزمن كوي۔ په دوحه اعلاميه كښې دا تسليم كړې شوې چې سماجی تحفظ او موسمیاتی موافقت بايد يو ځائې وي۔ په پاكستان كښې له سېلاب وروستو زمونږ نغدې مرستې د لكهونو په شمېر كورنيو د بيا بحالۍ عمل كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل مونږ اوس دا نظام د عصري ټېكنالوجۍ او فنانسنګ د لارې لا پراخا كول غواړؤ دغسې چې سماجي تحفظ او موسمياتي استحكام مضبوط كړے شي۔ ده ووئيل د پاكستان په سماجي نظام كښې د بائيومېټرك تصديق سره د مرستې رقم په سپېځلي ډول حقدار ته رسي۔ د بی آئی اېس پی لاندې ډیجیټل والټس مېرمنو ته د ادائيګۍ محفوظ انتظام او مالي خپلواكۍ كښې مرسته كوي۔ د اوږدې مودې خپل وژن په اړه صدر مملكت ووئيل مونږ يو داسے پاكستان غواړؤ چرته چې هرې كورنۍ ته سماجي تحفظ ترلاسه وي ٬ مېرمنې په معاشي توګه آزادې او ځوانانو ته د عزت روزګار ترلاسه وي۔ ده ووئيل مونږ د دوحه او تلپاتي پرمختائي هدفونو فرېم وركس دلاې مضبوط معاشي انتظام او د خذماتو فعاله رسنې مقصد ترلاسه كول غواړؤ۔ مونږ غواړؤ چې سماجي تحفظ د هېواد د بشپړ موسمياتي لچك لرونكي پرمختګ بنياد جوړ شي








