فلپائن كښې د سمندري طوفان کالماګي څخه د مرګونو شمېره 66 ته ورسېده

منیلا۔5نومبر (اے پي پي) فلپائن كښې د سمندري طوفان کالماګي څخه د مرګونو شمېره 66 شوې ده ،دغسې 26 كسان لا بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه دا شمېره د هېواد شهري دفاع (او سي ډي) د شورو په ورځ جاري كړه ۔ د او سي ډي ډپټي ایډمنسټریټر رفیلیتو الیخاندرو ووئېل په مړو شوو كښې د 49 كسانو تعلق د سیبو ولايت څخه دے ، 10 كسان ژوبل …

منیلا۔5نومبر (اے پي پي) فلپائن كښې د سمندري طوفان کالماګي څخه د مرګونو شمېره 66 شوې ده ،دغسې 26 كسان لا بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه دا شمېره د هېواد شهري دفاع (او سي ډي) د شورو په ورځ جاري كړه ۔ د او سي ډي ډپټي ایډمنسټریټر رفیلیتو الیخاندرو ووئېل په مړو شوو كښې د 49 كسانو تعلق د سیبو ولايت څخه دے ، 10 كسان ژوبل شوي او د طوفان څخه 7 لاکھه 6 زره نه زيات كسان ځپلے شوي دي ۔ د شورو په ورځ د موسمیات سركاري محكمې ووئېل طوفان د کالماګي په مرکز ایلنیدو، پلاوان كښې ليدلے شوے د كوم رفتار چې 25 کلومیتره د يو ساعت نه زيات ؤ ، دغسې د سيلۍ د زياتې نه زيات رفتار 120 کلومیټره د يو ساعت او د طوفاني سيلۍ رفتار 165 کلومیټره يو ساعت ته رسېدلے ۔ کالماګي سږ كال د فلپائن ځپلے كونكے 20 م سمندري طوفان دے۔