پاكستان اتومي قوت دے٬ هېواد په معاشي توګه قوي كول دي۔ سينيټر اسحاق ډار

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي كه پاكستان وغواړي نو په يوه ورځ كښې افغانستان ته سبق ښودلې شي ٬ خو مونږ په مفاهمت باور لرو٬ هند عمر له دا غوښتې چې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه تاٶ تريخوالې وي او هند په پاکستان كښې په پراکسي وار كښې ملوث دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه …

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي كه پاكستان وغواړي نو په يوه ورځ كښې افغانستان ته سبق ښودلې شي ٬ خو مونږ په مفاهمت باور لرو٬ هند عمر له دا غوښتې چې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه تاٶ تريخوالې وي او هند په پاکستان كښې په پراکسي وار كښې ملوث دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د بېلا بېلو نكتو په ځواب ده ووئيل په پېښور كښې د اے پي اېس په پېښه نن هم اولس غمژن دے، دغه پېښې نه وروستو د ټولو سياسي ګوندونو په مشاورت نيشنل ايکشن پلان جوړ كړے شوے، د دې پلان د مدارسو په اړه برخه په بشپړه توګه عملدارمد ونه كړے شو ٬ په دې لړ كښې بايد مونږ په اصلاحات عمل وكړو۔ ده ووئيل په 14، 15 اکتوبر د افغانستان جارحيت د ملګرو ملتونو د چارټر او زمونږ ترمېِنځه د لوظنامو خلاف ورزي وه۔ ده ووئيل د قطر خارجه وزير په تاٶ تريخوالي كښې كمې لپاره بشپړ كردار لوبولے۔ ده ووئيل د ماضي تېروتنو زيان سره مخ يوو٬ خو كه اوس څه سمېږي نو ھغه بايد ريورس نه كړې شي ۔ ده ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ د خاتمې عزم لرو۔۔ ده ووئيل د هند لخوا د پهلګام پېښې نه وروستو د تورونو په ځواب كښې دوي ته د آزادانه او سپېځلو تحقيقات بلنه وركړې شوه، هند په پاکستان تور ولګولو ٬ مونږ په سفارتي كچه بېلا بېلو هېوادونو سره رابطې وكړې او هغوي مو د پاكستان د موقف نه خبر كړل٬ په دې جنګ كښې د هند ناسمه بيانه بې نقابه شوه ۔ ده ووئيل پاكستان د جنګ بندۍ په هلو ځلو صدر ډونلډ ټرمپ نوبل امن ايوارډ لپاره نامزد كړے ٬ په دې لړ كښې مونږ چيټۍ ليكلې وه په ھغې به پرېكړه راتلونكې كولې كېږي۔

مزید خبریں