د اېم ټي آنر 25  د عملې نور 3 پاكستاني غړي خپل وطن ته راروان شول ، خارجه دفتر او حكومت په خوندي ډول د هغوي بېرته رارسولو له هره ممكن هڅه وكړه : نائب وزيراعظم اسحاق ډار

  اسلام آباد۔7 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه ووزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي  صوماليه ته نزدې د هائي جېك شوي اېم ټی آنر 25 د عملې نور درې پاتې غړي هم نن اديس ابابا څخه په خوندي ډول كراچۍ ته رارسېدو لپاره روان شوي دي۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې نائب وزيراعظم ووئيل د اېم ټی آنر 25  عملې پاتې درې غړي عمران …

 

اسلام آباد۔7 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه ووزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي  صوماليه ته نزدې د هائي جېك شوي اېم ټی آنر 25 د عملې نور درې پاتې غړي هم نن اديس ابابا څخه په خوندي ډول كراچۍ ته رارسېدو لپاره روان شوي دي۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې نائب وزيراعظم ووئيل د اېم ټی آنر 25  عملې پاتې درې غړي عمران علی، حسین یوسف اور اېم یاسین نن ادیس ابابا څخه كراچۍ ته بېرته راتللو لپاره روانيږي او هغوي به يوارې بيا د خپلې كورنۍ سره يو ځائے شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل به اديس ابابا كښې د پاكستان سفير درېو واړو غړو سره وليدل او په اديس ابابا كښې د پاتې كېدو په مهال يۍ هغوي له ټولې ضروري آسانۍ باوري كړې۔ اسحاق ډار ووئيل خارجه دفتر او حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې   د پاكستانۍ عملې د ټولو غړو په خوندي ډول بېرته راوستلو  له هر ممكن هڅه وكړه۔ هغه هڅو كښې په مرسته كولو د ټولو وګړو مننه وكړه۔ نائب وزیراعظم ووئیل كه څه هم مونږ د خپلو ژوندي پاتې شوو هېوادوالو په خوندي راستنېدو خوشحاله يو خو افسوس زمونږ د پاکستاني عملې درې مېړني او تنکي ځوانان له مونږ څخه د تل لپاره جلا شول۔ د هغوی د شهادت دغه دروند غم زمونږ زړه ډېر خفه كړے دے۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې د دغو شهیدانو مغفرت وکړې، هغوی له دې په جنت الفردوس کښې لوړ مقام او د هغوی بې وسه او غمجنو کورنیو ته دې د دې غم د زغملو صبر، حوصله او همت ورکړې۔ هغه زیاته کړه چې پاکستان د سمندري غلا خلاف اقدام او د سمندري عملې او بحري لارو خوندیتوب او سلامتیا باوري كولو له نړیوالو همكارانو سره په ګډه د كار كولو په خپل عزم ټينګ ولاړ دے