اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي 27م بدلون به ټولو اتحاديانو سره د مشاورت نه وروستو ډېر زر ايوان ته وړاندې كوٶ،٬ افغان عبوري حكومت سره د اوسني تاٶ تريخوالي نه وروستو خبرې روانې دي، افغان قيادت ته وئيلي شوي چې افغان خاوره د پاکستان په ضد استعمال له ورنه كړې شي٬ په يو كېدو سره هېواد څخه د …
آئين او په قانون به عمل كوٶ،27م ترميم بل به ډېر زر ايوان ته وړاندې كړو٬ افغان عبوري حكومت سره اوسني تاٶ تريخوالي نه پس خبرې اترې روانې دي۔ د سينيټر اسحاق ډار په سېنېټ كښئ بيان

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي 27م بدلون به ټولو اتحاديانو سره د مشاورت نه وروستو ډېر زر ايوان ته وړاندې كوٶ،٬ افغان عبوري حكومت سره د اوسني تاٶ تريخوالي نه وروستو خبرې روانې دي، افغان قيادت ته وئيلي شوي چې افغان خاوره د پاکستان په ضد استعمال له ورنه كړې شي٬ په يو كېدو سره هېواد څخه د ترهګرۍ خاتمه كېدې شي۔ د نهې په ورځ په سېنېټ كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په ايوان كښې د قائد حزب اختلاف تقرر ضروري دے، پارلماني جمهوريت د مسئلو حل لري٬ دا ذمه واري د سېنېټ د چيئرمېن ده چې ھغه دې د رولز او طريقه کار له مخې د قائد حزب اختلاف تقرر وكړي۔ ده ووئيل د ترميم په اړه د څو مياشتو راهسې بحث روان دے٬ ايوان ته بدلون وړاندې كول د حكومت حق دے٬ آئين او په قانون به عمل كوٶ،27م بدلون بل به ډېر زر ايوان ته وړاندې كړو، ده ووئېل د غړو د رائے به احترام كوٶ ٬ په دې به په ضد بازۍ كښې كومه پرېكړه نه كوٶ۔ ده ووئيل بلاول بھټو زرداري زمونږ اتحادي دے٬ اتحاديانو سره مشاورتي عمل روان دے۔ ده ووئيل د اته عرب اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو په استنبول غونډه كښې مې ګدون كړے چې پكښې د غزه په صورتحال غور شوے او د پاكستان موقف په بشپړه توګه وړاندې كړے شوے٬ ده ووئېل پاكستان څخه غزه لپاره د مرستې 23 كهېپ رسولې شوي ٬ د تركيه په بلنه مې په استنبول غونډه كښې هم ګډون كړے دے









