دوحه 04 نومبر (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني ملاقات كړے دے ۔دواړو د شريكو اړيكو پراخه كولو٬ د تجارت ودې او د سرمايه كارۍ موقعو په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د قطر وزيراعظم او خارجه وزير …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د قطر وزيراعظم او خارجه وزير ملاقات٬ شريكې اړيكې لا پراخه كولو٬ د تجارت ودې او د سرمايه كارۍ موقعو په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
دوحه 04 نومبر (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني ملاقات كړے دے ۔دواړو د شريكو اړيكو پراخه كولو٬ د تجارت ودې او د سرمايه كارۍ موقعو په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني صدر مملكت سره ملاقات لپاره په خاص توګه هوټل ته راغلو چرته چې صدر استوګن دے۔ د ملاقات په مهال دواړو د شريكې اړيكو لا پراخه كولو٬ د تجارت ودې او د سرمايه كارۍ موقعو په زياتولو د خيالاتو څرګندونه كړی ۔صدر مملكت آصف علي زرداري د اسرائيلي جارحيت په مهال د قامي سلامتيا تحفظ لپاره د فطر قيادت لخوا د پورته كړو اقدامات ستائنه وكړه او په دې لړ كښې د قطر هڅې يې وستائېلې۔ده د 2022 فيفا ورلډ كپ په كامياب كوربتوب او دغې موقعې له پورته په مثالي اقدامات هم د قطر ستائنه وكړه۔ د قطر وزيراعظم د اوسنۍ پاك هند شخړې په مهال د پاكستاني قام او وسله والو ځواكونو د بهادرۍ اعتراف وكړو او د پاكستان استحكام لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔هغه هيله څرګنده كړه چې روان اقدامات څخه به د اوږدې مودې امن او استحكام قائم شي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د قطر مشرتابه ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ٬په خاص توګه اسټاك ايكسچينج كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه چې په ځواب كښې يې د قطر وزيراعظم ووئيل قطر وړاندې نه پاكستان اسټاك ايكسچېنج كښې سرمايه كاري كوي او د خپلې سرمايه كارۍ حجم كښې د اضافې كولو اراده لري۔د ملاقات په مهال وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري٬د پاكستان پيپلز پاړټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او په قطر كښې د پاكستان سفير هم په دې موقع موجود وو۔









