اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) پاکستان او ايران د خپرونو ، فلم، ميډيا رېګوليشن او د كلتوري تبادلو په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره په پنځو مفاهمتي ياددښتونو لاسليك كړے دے كوم چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د مرستې د نوي پراٶ علامت دے٬ د مفاهمت په ياددښتونو د لاسليك دستورې په مهال د اسلامي جمهوريه ايران براډ کاسټنګ (آئي آر آئي بي) او د …
د پاکستان او ايران ترمېنځه ميډيا او كلتوري مرستې ته ودې وركولو لپاره په پنځو نوو مفاهمتي ياددښتونو لاسليك٬ د قامونو پرمختګ٬ استحكام او خوشحالي زمونږ مشتركه وژن دے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) پاکستان او ايران د خپرونو ، فلم، ميډيا رېګوليشن او د كلتوري تبادلو په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره په پنځو مفاهمتي ياددښتونو لاسليك كړے دے كوم چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د مرستې د نوي پراٶ علامت دے٬ د مفاهمت په ياددښتونو د لاسليك دستورې په مهال د اسلامي جمهوريه ايران براډ کاسټنګ (آئي آر آئي بي) او د پاکستان د پنځو لويو ميډيا ادارو پاکستان ټيلي ويژن کارپوريشن (پي ټي وي)، پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا)، باکس آفس پرائيويټ لميټډ، سب ټي وي نيټ ورك او د وي اېس اېچ ټي وي ترمېنځه لوظنامه شوې۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د ايران سفير رضا اميري مقدم، د آئي آر آئي بي ورلډ سروس نائب صدر احمد نوروزي، د ايران پلاوي غړي، د اطلاعات او خپرونو وزارت سينئر چارواكي او نور هم موجود وو۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې عطاء تارړ د پاکستان او ايران ترمېنځه د ميډيا په څانګه كښې مرسته خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د قامونو پرمختګ٬ استحكام او خوشحالي زمونږ مشتركه وژن دے، نن د ميډيا په څانګه كښې مرستې عملي شكل اختيار كړے دے، لوظنامې به د ميډيا په څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كړي۔ ده د سلامي جمهوريه ايران د پلاوي غړو ته په “چشم ما روشن دل ماشاد” وئيلو سره هركلے وكړو۔ ده ووئيل د ايران صدر مسعود پزشکيان د پاكستان اوسنۍ دوره ډېره ګټوره ثابت شوې ده٬ ھغوي د ټولو نه وړاندې د علامه محمد اقبال په مزار حاضري كړې كومه چې د دې خبرې څرګندونه ده چې د علامه اقبال شاعري نه يوازې د پاکستان مسلمانانو بلكې د ګردې نړۍ په مسلمانانو ژور اثر كړے دے۔ ده ووئيل د ايران د صدر دوره زمونږ د ورورولۍ د ژورو اړيكو څرګندونه ده۔ زه د دواړو هېوادونو د ميډيا ترمېنځه په مرسته خوشحاله شوے يم۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل پاکستان او ايران مضبوط قامونه دي،كله چې په ايران بريد وشو نو د پاكستان قام او حكومت ايران سره د يووالي څرګندونه وكړه ۔عطاء تارړ ووئيل د پاکستان ميډيا ډېره فعاله ده چا چې نړۍ ته وښودله چې د ايران اولس كوم مقصد لپاره ولاړ دے۔ ده ووئيل د پاکستان ټيلي ويژن او د آئي آر آئي بي، پيمرا او د ايراني ريګوليټري اتھارټۍ ترمېنځه په مفاهمتي ياددښتونو لاسليك خوشبينه دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د فلسفې او نظريات ژور تعلق شته هم دا وجه ده چې علامه محمد اقبال په پاكستان كښې څومره مقبول دے دومره په ايران كښې دے۔ ده د اقبال د خودۍ فلسفې سره سره په عمل زور راوړو۔ ده ووئيل كله چې علم عمل سره وتړلے شي نو دا تاسو د خود انحصارۍ په سفر بيائي۔ ده ووئيل د ايران اولس د خود انحصارۍ څرګندونې كولو سره خپل ځان مضبوط كړے ۔ وفاقي وزير د ميډيا په څانګه كښې د مرستې قوي كولو باور وركولو سره ووئيل چې په كومو لوظنامو لاسليك كېږي دې ته به عملي شكل وركولې شي ۔ وفاقي وزير ووئيل ما خپل پلار او نيكه په فارسۍ كښې په خبرو كولو ليدلي ٬ فارسي كور په كور وئيلي كېدونكې ژبه وه۔ ده ووئيل مونږ به د ميډيا په څانګه كښې اړيكې نوې كچې ته رسوٶ۔ ده د ايران قيادت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ دستورې ته د ايران سفير رضا اميري مقدم هم وېنا وكړه او د وزيراعظم شهباز شريف د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه اريكو ته ودې وركولو لپاره د زړه نه په پرله پسې هلو ځلو د دوي مننه وكړه۔ د ايران پلاوي مشر نائب صدر او هيډ آف آئي آر آئي بي ورلډ سروس احمد نوروزي دستورې ته د وېنا په مهال د پاکستان په تود هركلي او مېلمستيا مننې كولو سره د اسلامي جمهوريه ايران د خپرونو ادارې آئي آر آئي بي صدر لخوا د پاكستان اولس او حكومت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د دې نه وړاندې د پاکستان او ايران ترمېنځه د براډ کاسټنګ، فلم، ميډيا ريګوليشن او كلتوري تبادلو كښې مرستې زياتولو په اړه د مفاهمت په ياددښت لاسليك وشول٬ د آئي آر آئي بي او د پاکستان ميډيا ادارو ترمېنځه د مفاهمت د ياددښتونو مقصد د خپرونو٬ تربيې، د موادو د تيارۍ او په كلتوري تبادلو كښې مرستې ته وده وركول دي۔ د پي ټي وي او د آئي آر آئي بي ترمېنځه د مفاهمت د ياددښت له مخې به دواړه براډ کاسټر ادارې د ټيلي ويژن پروګرامونو تبادله كوي او خبرونه او د كلتوري موادو به په مشتركه توګه جوړوي٬ د SATRA او د پيمرا ترمېنځه د مفاهمت ياددښت له مخې به د پاکستان او ايران ترمېنځه ريګوليټري مرسته قوي كولې شي چې له مخې به يې د معلوماتو تبادله، تحقيقي شراکت او د ميډيا مينجمنټ د موادو د نګرانۍ او پاليسي سازۍ په اړه مشترکه ورکنګ ګروپس جوړولې شي۔ د آئي آر آئي بي او د باکس آفس پرائيويټ لميټډ ترمېنځه د مفاهمتي ياددښت له مخئ به سيني پيکس ميډيا ګروپ د ذيلي ادارې د لارې د پنجاب فلم سټي له مخې فلمي صنعت كښې مرستې ته وده وركوي٬ د دې له مخئ به د آئي آر آئي بي سينماټو ګرافي، ايډيټنګ ، سيټ ډيزائن پشمول نورو تکنيکي څانګو كښې مشاورت، تربيه او معاونت وركولې شي او مشتركه فلمي پروډکشن او د كلتوري سفارت كارۍ ودې به ډاډګيرنه كولې شي۔ د آئي آر آئي بي او د سب ټي وي ترمېنځه د مفاهمتي ياددښت مقصد د خپرونو مرسته ، مشترکه پروډکشن او د عملې تربيې ته وده وركول دي٬ دواړه ادارې به كلنه رابطه غونډې كوي او د مشترکه موادو د حقونو تحفظ به باوري كوي۔ د آئي آر آئي بي او د وي اېس ايچ ټي وي ترمېنځه د مرستې مقصد ځائي چېنل ته د ايراني ميډيا د همكاري د لارې وده وركول دي دغسې چې په اولسي كچه غوره شريكو رابطو ته وده ترلاسه شي۔









