د بنګله دېش عبوري حكومت د موسيقۍ استاذانو بهرتي كولو منصوبه ختمه كړه

ډهاكه۔ 4 نومبر( اے پي پي) بنګله دېش د پرائمري سكولونو لپاره د موسيقۍ استاذانو خدمات تر لاسه كولو لپاره منصوبه منسوخ كړه۔ د خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د بنګله دېش يو سركاري اهلكار د ګل په ورځ اے ايف پي ته ووئېل د پرائمري سكولونو لپاره د موسيقۍ د استاذانو خدمات تر لاسه كولو منصوبه ختمه كړې شوه۔ ٬ د دې اقدام پرله پسې مسلم …

ډهاكه۔ 4 نومبر( اے پي پي) بنګله دېش د پرائمري سكولونو لپاره د موسيقۍ استاذانو خدمات تر لاسه كولو لپاره منصوبه منسوخ كړه۔ د خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د بنګله دېش يو سركاري اهلكار د ګل په ورځ اے ايف پي ته ووئېل د پرائمري سكولونو لپاره د موسيقۍ د استاذانو خدمات تر لاسه كولو منصوبه ختمه كړې شوه۔ ٬ د دې اقدام پرله پسې مسلم اكثريتي هېواد كښې د اسلام خوښو ډلو شديد مخالفت كولو۔ سږ كال په اګست كښې د پرائمري تعليم نګراني كونكې وزارت د موسيقۍ د استاذانو د بهرتي كولو اعلان كولو سره يو سر كلر جاري كړے ؤ كوم چې عبوري حكومت اوس بدل كړو۔د وزارت يو سينئر اهلكار د نوم نه ښودولو په شرط اے ايف پي ته ووئېل حكومت فېصله ختمه كړې ده او امر يې جاري كړے دے۔ موسيقي او جسماني تعليم (فزېكل ايجوكېشن ) دواړه پوسټونه اوس ختم كړے شوي دي ۔ د بنګله دېش حكومت په اولسي كچه په دې كومه تبصره نه ده كړې۔دا بدلون د بنګله دېش تر ټولو لوي اسلام خوښي سيياسي ګوند ٬ جماعت اسلامي او د نورو اسلامي تنظيمونو د دشديد احتجاج نه پس شوے دے۔