اے پي پي او د كويت نيوز ايجنسۍ د خبرونو اشتراك او د ميډيا مرستې زياتولو لپاره د مفاهمت په يادښت لاس ليك وكړو

اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی) ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)او د كويت نيوز ايجنسۍ(كونا)د نهې په ورځ د خبرونو اشتراك له مرستې لپاره د مفاهمت په يو يادښت لاس ليك كړے دے ۔زوم د لارې راجوړې كړې يوه ورچوئل دستوره كښې په لوظ نامه لاس ليك وشو ٬كويت كښې د پاكستان سفير ډاكټر ظفر اقبال٬د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي او د كويت نيوز …

اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی) ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)او د كويت نيوز ايجنسۍ(كونا)د نهې په ورځ د خبرونو اشتراك له مرستې لپاره د مفاهمت په يو يادښت لاس ليك كړے دے ۔زوم د لارې راجوړې كړې يوه ورچوئل دستوره كښې په لوظ نامه لاس ليك وشو ٬كويت كښې د پاكستان سفير ډاكټر ظفر اقبال٬د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي او د كويت نيوز ايجنسۍ لنډ مهاله ډائرېكټر جنرل محمد المنائي نه علاوه دواړو خوا د سينئر چارواكو په موجودګۍ كښې دا لاس ليك وشو۔سفير ډاكتر ظفر اقبال د دواړو خبر رسنه ادارو عهديدارو تعارف وكړو او دا يې د پاكستان او كويت اړيكو لپاره يوه “تاريخي ورځ” ګړحولو سره د ميډيا په اړه مرسته كښې د يو نوې دور په پېل مباركي وركړه۔هغه ووئيل داسې وخت كښې د باور وړ معلومات ډېر ضروري دي٬مفاهمت نامې څخه به دواړه هېوادونه رانزدې كېدو او سيمه ايزو رابطو زياتولو له مرسته ترلاسه شي۔هغه د پيشه وره صلاحيتونو ودې لپاره په اولسي كچه د تبادلې او تربيتي پروګرامونو اهميت هم رامخې ته كړو۔ د كونا لنډ مهاله ډائرېكټر جنرل محمد المنائي دا لوظ نامه د ميډيا او صحافت په تربيت كښې د مرستې لپاره يو ګيټ وے وګرځوله۔هغه په مرسته او ملاتړ د پاكستان سفير مننه وكړه او يوې پاتي همكارۍ لپاره يې هيله څرګند كړه كومې څخه چې كلتوري او پيشه وره تبادلې ته به هم وده ترلاسه شي۔د اے پي پي ايم ډي محمد عاصم كهچي ووئيل نړۍ دا مهال”ميډيا او د جوابي بيانيه”دورې څخه تيريږي چرته چې د داسې ډول شراكتدارۍ ډېر اهميت دے۔ده د پاكستان او كويت ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو زور راوړو او د مينځني ختيز ميډيا تنظيمونو سره د مرستې لا قوي كولو لپاره يې د اے پي پي د عزم پخلے هم وكړو۔ده ووئيل د مفاهمت نامې څخه به دواړو نيوز ايجنسيو ترمينځه نزدې هم غږي او د كار استعداد كښې زياتوالے راشي ۔

مزید خبریں