دوحه/اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سماجي انصاف، جامع پرمختګ او نړيوال يووالي لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره د غربت خاتمې، مهذب کار ته وده وركولو او ټولو لپاره د يو برابر او د بشري حقونو باوري كولو په ضرورت زور راوړے دے۔ صدر مملکت د نهې په ورځ د قطر په پايه تخت دوحه كښې سماجي پرمختګ لپاره د نړيوالو …
جامعيت او تل پاتي پرمختګ لپاره د پاکستان وژن د دوحه اعلاميه د روح سره سمے خوري۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د نړيوال مشرانو كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
دوحه/اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سماجي انصاف، جامع پرمختګ او نړيوال يووالي لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره د غربت خاتمې، مهذب کار ته وده وركولو او ټولو لپاره د يو برابر او د بشري حقونو باوري كولو په ضرورت زور راوړے دے۔ صدر مملکت د نهې په ورځ د قطر په پايه تخت دوحه كښې سماجي پرمختګ لپاره د نړيوالو مشرانو دوېم كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د دوحه سياسي اعلاميې لپاره د بشپړ ملاتړ څرګندونې كولو سره ووئيل جامعيت او تل پاتي پرمختګ لپاره د پاکستان وژن د دوحه اعلاميه د روح سره سمے خوري۔ ده ووئيل پاكستانے اولس د پاليسۍ مركز ساتلو لپاره په ثابت قدمۍ سره كار كوي۔ صدر مملکت د پاکستان پرمختګ لپاره د بي آئي اېس پي حواله وركړه كوم چې د مالي معاونت ، هيلتھ کيئر او د تعليم د لارې 90 لكه كورنۍ اختيار مندې جوړې كړې دي۔ ده ووئيل دا اقدام په نړيواله كچه د سماجي تحفظ غوره ماډلز په توګه پېژندلے كېږي۔ صدر آصف علي زرداري د تل پاتي پرمختګ هدفونو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل راتلونكو پنځو كالو كښې به خواندګي تر 90 فيصد زياتولې شي او د هر ماشوم سكول ته تګ به باوري كولې شي۔ صدر مملکت د نيشنل يوتھ انټرنشپ پروګرام او ګرين اينډ ريزيلينټ هاٶسنګ پراجيکټس د اقدامات هم ذكر وكړٶ چې مقصد يې ځوانان بااختياره كول او د مينګروو بحالي په څېر په فطرت اډانه حل د لارې کلائميټ ريزيلينس قوي كول دي۔ صدر مملکت اوبه د وسلې په توګه د كارولو او د سندھ طاس لوظنامې په خلاف ورزو د اندیښنې څرګندونه وكړه او دا ئې د 240 مېلين پاكستانيانو لپاره سنګين خطر وګرځولو۔ ده ووئيل دوحه اعلاميې ته عملي شکل وركولو لپاره نړيوال مالياتي اصلاحات، په پورونو كښې ريليف، مساوي ټيکس او پراخه سماجي تحفظ ته اړتيا ده او نړۍ له عزت، مساوات او د يووالي دريو ستنو د لارې متحد كېدل پكار دي۔ صدر مملکت په فلسطين كښې د نسل کشۍ، نسل پرستۍ او په لويه كچه د لوږې غندنې كولو سره د يو سپېځلې او د اوږد مهاله امن غوښتنه وكړه۔ ده كشميري اولس لپاره د پاکستان د غېر متزلزل مرستې پخلي كولو سره ووئيل انصاف او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو كښې د دواړو هلې ځلې د یوې سکې دوه مخونه دي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل بايد د پرمختګ پېل او پل د اولس بهترۍ لپاره وي۔ ده ووئيل مونږ بايد د ټولو اختلافاتو نه پرته د خواخوږۍ او پرمختګ په لاره روان شو









