اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) په اقتصادي مرسته د سنکيانګ-پاکستان ورکنګ ګروپ درېمه غونډه د ګل په ورځ شوې٬ د پاكستان لخوا د اقتصادي چارو سيکرټري محمد حميرکريم او د سنکيانګ لخوا د سنکيانګ ايغور ريجن نائب چيئرمېن قېصر قيوم د غونډې مشري كړې٬ پليټ فارم دواړو ډلو ته د جاري مرستې جاج واخست او د شريكې مرستې په نوې لاره لټولو كښې مهم كردار لري۔ د اقتصادي …
د سنکيانګ پاکستان ورکنګ ګروپ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) په اقتصادي مرسته د سنکيانګ-پاکستان ورکنګ ګروپ درېمه غونډه د ګل په ورځ شوې٬ د پاكستان لخوا د اقتصادي چارو سيکرټري محمد حميرکريم او د سنکيانګ لخوا د سنکيانګ ايغور ريجن نائب چيئرمېن قېصر قيوم د غونډې مشري كړې٬ پليټ فارم دواړو ډلو ته د جاري مرستې جاج واخست او د شريكې مرستې په نوې لاره لټولو كښې مهم كردار لري۔ د اقتصادي چارو وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې په غونډه كښې ډلو د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو او تل پاتي علاقائي پرمختګ ته ودې وركولو لپاره تعميري او د مقصد وړ مكالمه كړې۔ د اېجنډې له مخئ په غونډه كښې په بنيادي توګه د بندر ځايونو د لارې د تجارت زياتولو په اړه په اقدامات غور وشو٬ دې سره سره زراعت، سائنس او ټيکنالوجي، صحت او د تعليم په څانګو كښې مرستې ته په لا پراختيا وركولو هم خبرې وشوې۔ ګډون كوونكو د چين پاکستان اقتصادي مرستې فريم ورك له مخئ اقتصادي انضمام مخ په وړاندې بوتللو او په اولسي كچې روابطو ته ودې وركولو لپاره د مشتركه عزم پخلے وكړو۔











