د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د تركيه خارجه وزير سره ملاقات ٬ د شريكې خوښی بيلو څانګو پشمول د سيمې او نړيوال اهميت په مسئلو د خيالاتو څرګندونه

استنبول۔3 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په استنبول كښې د غزه په صورتحال د عرب-اسلامی هېوادونو خارجه وزيرانو غونډې په موقع د تركيه خارجه وزير هيكان فيدان سره ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ لا زياتولو او دا پراخه كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق …

استنبول۔3 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په استنبول كښې د غزه په صورتحال د عرب-اسلامی هېوادونو خارجه وزيرانو غونډې په موقع د تركيه خارجه وزير هيكان فيدان سره ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ لا زياتولو او دا پراخه كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د غزه په صورتحال د عرب-اسلامی هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه كښې د ګډون په لړ كښې د تركيه دورې په مهال ترك خارجه وزير هېکان فیدان سره ملاقات وكړو۔ نائب وزیراعظم/ خارجه وزیر د تركيه لخوا د غزه په معامله د وزارتي غونډې د كوربتوب ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دې غونډې فلسطيني اوس سره د يووالي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د شخړې هواري لپاره د ګډ عزم او غږ پخلے كړے دے۔ دواړو لارښودو د غزہ پیس اېګریمنټ په بشپړه توګه د عملي كولو او په خاص توګه د جنګ بندۍ احترام ٬ د اسرائيل مقبوضه فلسطين سيمو څخه د سمدستي وتلو ٬ فلسطيني اولس ته د بشري مرستې رسولو او د غزه د بيا ودانۍ په حاجت زور راوړو۔ نائب وزيراعظم / خارجه وزير د پاكستان او تركيه ترمينځه په ورورولۍ اډانه اړيكو كښې په مثبت رجحان د اطمينان څرګندونه وكړه كومې چې په ګڼ اړخيزه همكارۍ بدلې شوي دي۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې بېلو څانګو سره سره د منطقې او نړيوال اهميت په مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د همكارۍ لا زياتولو او د دې پراخه كولو له د خپل عزم پخلے هم وكړو

مزید خبریں