اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د امريكې او ايران ترمينځه امن راوستو كښې مرستې لپاره د پاكستان هڅې ستائېلو سره وئېلي دي ژور او د پيچلې جغرافيائي سياسي تاؤ تريخوالي په دې دور كښې اسلام آباد د مكالمې ودې او د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره د يو مهم مركز په توګه رامخې ته شوے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په …
د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د امريكې او ايران ترمينځه امن راوستو لپاره د پاكستان د هڅو٬د افغان كډوالو كوربتوب او امن مشن كښې د كردار ستائنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د امريكې او ايران ترمينځه امن راوستو كښې مرستې لپاره د پاكستان هڅې ستائېلو سره وئېلي دي ژور او د پيچلې جغرافيائي سياسي تاؤ تريخوالي په دې دور كښې اسلام آباد د مكالمې ودې او د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره د يو مهم مركز په توګه رامخې ته شوے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ فارن سروسز اكيډمۍ كښې دستورې ته د خطاب كولو په مهال كړې۔سېكرټري جنرل ووئيل د پاكستان په دوره ډېر خوشحاله يم٬د دې عظيم هېواد اولس لپاره زما په زړه كښې يو خاص مقام جوړ دے ٬چې كله هم پاكستان سره زه د خپلو اړيكو په اړه غور كوم نو ماته ښكاريږي چې اردو ژبه دا كيفيت په ښه انداز كښې بيانوي”زړه خوشحاله شو”په تېرو كلونو كښې ما وړومبے د كډوالو هائي كمشنر په حېث او بيا د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په حېث د پاكستان حقيقي مخ ليدلے دے٬د سخاوت هغه پاكستان ما ليدلے دے چا چې په سختو وختونو كښې په لاكهونو كډوالو ته پناه وركړې٬زه دا چرې هم هيرولې نه شم چې څنګه د پاكستان كورنيو او وروروليو د افغان كډووالو لپاره خپلې دروازې او زړونه پرانستل پرېښودلې وو٬ او په ځينې وختونو كښې يې هغه څه هم چې د دوي سره نه وو٬هغوي سره ويشلې دي۔انتونيو ګوتريس ووئېل ما د مزاحمت او حوصلې هغه پاكستان هم ليدلے دے كوم چې د ترهه ګرۍ چېلنجونو سره مخ ؤ ٬پاكستان پخپله د نړۍ په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات متاثره شوے دے٬د ترهه ګرۍ بريدونو څخه متاثره او بې كوره شوو د هغه ورورڼو جرات او يو والے به چرته هم هير نه كړم چا سره چې ما په ډېرو سختو حالاتو كښې ملاقات كړے۔ده ووئيل نن پاكستان يو ځل بيا د امن لپاره د خپل عزم څرګندونه كوي٬ د ژور او پيچلې جغرافيائي سياسي تاؤ تريخوالي په دې دور كښې اسلام آباد مكالمې او تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره د يو مهم مركز په توګه رامخې ته شوے ٬د امريكې او ايران ترمينځه امن راوستو كښې مرستې لپاره د پاكستان هڅې ستائيم۔ده ووئيل پاكستان نورو مهمو مسئلو په خاص توګه موسمياتي بحران په اړه هم د وړومبي صف هېواد دے٬د كال 2022 تباهي كوونكو سيلابونو په مهال زما د پاكستان دوره به عمر له ياده وي۔ده ووئيل نن انسانيت داسې چېلنجونو سره مخ دے د كوم چې كوم هم هېواد په يوازې نشي حل كولې٬په دې كښې موسمياتي بدلون٬شخړې٬عدم مساوت او اوس د مصنوعي ځېركتيا پشان انقلابي ټيكنالوجيز هم شامل دي۔پاكستان كښې چې كومو خلكو سره زما ملاقات شوے هغوي يوه خبره په فطري توګه پوهېدل٬كله چې خطره د ټولو لپاره وي نو د دې ځواب دا نشي كېدے چې هر كس يوازې خپل فكر وكړي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې نه پس دا زما د نيويارك څخه بهر وړومبۍ دوره ده٬د تېرو څو ورځو په مهال ما د نړۍ هرې منطقې لارښودو سره ملاقات كړے٬په دې كښې صدران٬وزيراعظمان٬خارجه وزيران٬لويې طاقتور او د وړو رياستونو نمائندګان شامل وو۔ده ووئيل چې كله زه نړۍ ته پام كوم نو ماته ډېر خطرې هم ښكاري او بې شمېره امكانات هم ٬زه داسې هېوادونو ته ګورم چې نن هم د جنګ په ځې مكالمې ته پام لرنه كوي٬داسې ټولنې كومې چې د بحرانونو مخ نيوي خپل صلاحيتونه قوي كولو باندې سرمايه كاري كوي او داسې ځوانان كوم چې د مسئلو حل غوښتنه كوي٬نن مونږ له د وړاندې نه زيات يو والي او د مسئلو حل جذبې ته ضرورت دے او زه باور لرم چې د پاكستان اولس به هم د وړومبې صف كردار ادا كړي او د نړۍ سباؤن جوړولو كښې به هم خپل كردار ادا كوي۔










