د پور د انتظام او انصرام او د پنشن د اصلاحات عمل په كاميابۍ سره روان دے۔ دامداد الله بوسال پرېس بريفنګ

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزانې سيکرټري امداد الله بوسال وئيلي دي د پور د انتظام او انصرام او د پنشن د اصلاحات عمل په كاميابۍ سره روان دے٬ سږ كال په قرض سود لپاره د بجټ خرڅونو اندازه 8.2 ټريلينه روپه ده٬ زمونږ نيلامۍ په آسان ډول روانې دي٬ په نيلامۍ كښې د هدفونو نه زياتې بولۍ تر لاسه كېږي٬ ډيبټ منيجمنټ آفس ښه كار كوي۔ …

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزانې سيکرټري امداد الله بوسال وئيلي دي د پور د انتظام او انصرام او د پنشن د اصلاحات عمل په كاميابۍ سره روان دے٬ سږ كال په قرض سود لپاره د بجټ خرڅونو اندازه 8.2 ټريلينه روپه ده٬ زمونږ نيلامۍ په آسان ډول روانې دي٬ په نيلامۍ كښې د هدفونو نه زياتې بولۍ تر لاسه كېږي٬ ډيبټ منيجمنټ آفس ښه كار كوي۔ د ګل په ورځ د حكومتي مالياتي ډلې د پرېس بريفنګ په مهال د خزانې سيکرټري امداد الله بوسال ووئيل مونږ د فنانسنګ آپشنز پراخه كوٶ، زيرو کوپن د دې يو مثال دے٬ په يو كال كښې د 1.3 ټريلين روپو زيرو کوپن جاري كړے شوي دي چې په سبب ئې مالي خساره كښې كمے راغلے دے٬ د سټيټ بينك لخوا پاليسي رېټ كښې كمے مونږ فکسډ ډيټ قرض لپاره كاروٶ، دې سره د رول اوور رسك کم شوے دے او استحكام راغلے دے ٬ ده ووئېل په ستمبر كښې د سود په مد كښې 30 اربه روپۍ او سږ كال اګست كښې 120 اربه روپۍ بچت شوي ٬ تېر كال د پور په انتظام وانصرام كښې د يو ټريلين روپو بچت شوےؤ ۔ ده ووئيل پانډا بانډ معارفي كولو لپاره اقدامات روان دي٬ په ابتدائي توګه به د 250 ملين ډالرو بانډز جاري كولې شي او د بهتر نتيجو په صورت به دا يو ارب ډالرو ته رسولې شي۔ ده ووئيل په پنشن اصلاحاتعمل درآمد روان دے ٬ په نوي پنشن کنټري بيوټري سکيم عملدرآمد شوے دے ٬ د وسله والو ځواكونو سروس سټرکچر بېل دے٬ دې مقصد لپاره دوي سره د صلاح او مشورو سلسله روانه ده، ده ووئېل د خزانې وزارت نان بنکنګ فنانس کمپني جوړه كړې ده كومه چې نېغ په نېغه د کنټري بيوشن سکيم د چارو كتنه كوي٬ پيرا ميټرك اصلاحات كښې وسله والو ځواكونو سره زمونږ خبرې روانې دې او د دې به په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېږي۔

مزید خبریں