واشنګټن۔ 3 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ تور لګولے دے چې روسيه ٬ چين او نور هېوادون په پټه په زمكه كښې دننه جوهري تجربې كوي د كومو په اړه چې هيڅ نه وئېلې كېږي۔ هغه وئېلي دي امرېكې له هم داسې تجربې پكار دي۔ د اردو نيوز تر مخه يوه مركه كښې صدر ډونلډ ټرمب ووئېل روس او چين تجربې كوي ٬ خو هغوي په …
د امرېكې صدر په روس ٬ چين او نورو هېوادونو په پټه د جوهري تجربو تورونه ولګول
واشنګټن۔ 3 نومبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ تور لګولے دے چې روسيه ٬ چين او نور هېوادون په پټه په زمكه كښې دننه جوهري تجربې كوي د كومو په اړه چې هيڅ نه وئېلې كېږي۔ هغه وئېلي دي امرېكې له هم داسې تجربې پكار دي۔ د اردو نيوز تر مخه يوه مركه كښې صدر ډونلډ ټرمب ووئېل روس او چين تجربې كوي ٬ خو هغوي په دې حقله خبره نه كوي ۔ هغه ووئېل زه نه غواړم جې امرېكا يوازينے هېواد وي چې تجربې وكړي۔ هغه شمالي كوريا هم په دغه فهرست كښې شامل كړو څوك چې په مبينه توګه د خپلو جوهري وسلو ازموئنې كوي۔ چې كله د هغه پوښتنه وشوه جې امرېكې د دريو لسيزو نه زياته موده پس د جوهري چاودنو كونكے دے نو هغه ووئېل او ٬ زما مطلب دا دے چې مونږ هم د نوروم هېوادونو غوندې د جوهرې وسلو تجربې وكړو۔ هغه ووئېل نړۍ ډېره لويه ده او طاقت لرونكې هېوادونه هر چر ته تجربې كولې شي ٬ ضروري نه ده جې تاسو ته معلومه وي چې هغه چرته كېږي ۔ هغوي ډېرې په ژوره كښې دا تجربې كوي چرته چې خلق بس په قلاره غوندې يوه جوټه محسوس كوي ٬ بلخوا د امرېكې د توان وزير كرس رائټ سپيناوے كړے چې امرېكا په اصل كښې د جوهري چاودنې كومه اراده نه لري ٬ د هغه تر مخه د كومو تجربو ذكر چې شوے هغه انتظامي تجربې دي ۔ واضحه دې وي امرېكا د 1996 نه د جامع جوهري تجربې د بندېز لګونكې لوظ نامې (سي ټي بي تي) غړے دے كومه چې په هر ډول عسكري يا شهري اتومي تجربه مكمل بندېز لګوي۔












