د سوريه صدر به د امرېكې دورې په مهال د بندېزونو په پورته كولو ٬ د بيا رغونې په چارو خبرې كوي٬ خارجه وزير اسد الشيباني

منامه۔ 3 نومبر (اے پي پي) د سوريه عبوري خارجه وزير اسد الشيباني وئېلي دي عبوري صدر احمد الشرع به د امرېكې دورې په مهال د بندېزونو په پورته كولو٬ د بيا رغونې او د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول په نورو چارو خبرې كوي۔ د اردو نيوز تر مخه هغه بحرېن كښې د منامه خبرو په مهال پېنل خبرو كښې ووئېل صدر احمد الشرع د نومبر مياشت په پېل …

منامه۔ 3 نومبر (اے پي پي) د سوريه عبوري خارجه وزير اسد الشيباني وئېلي دي عبوري صدر احمد الشرع به د امرېكې دورې په مهال د بندېزونو په پورته كولو٬ د بيا رغونې او د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول په نورو چارو خبرې كوي۔ د اردو نيوز تر مخه هغه بحرېن كښې د منامه خبرو په مهال پېنل خبرو كښې ووئېل صدر احمد الشرع د نومبر مياشت په پېل كښې د امرېكا دوره كولې شي۔ هغه ووئېل دا دوره باوري ده چې تاريخي به وي چې پكښې په سوريه د لګولے شوو بندېزونو په پورته كولو او په نورو ډېرو چارو به خبرې كېږي۔ هغه زياته كړه نن مونږ د داعش سره جنګېږو٬ په دې لړ كښې هلو ځلو ته د نړيوالې مرستې ضرورت دے ۔ خارجه وزير ووئېل په خبرو اترو كښې به د يوې لسيزې نه د زيات جنګ نه وروستو د بيا رغونې په چارو هم بحث كېږي ۔ هغه ووئېل تر څو چې د سوريې او د ابراهام لوظ نامې خبره ده ٬ دا يوه داسې مسئله ده په كومه چې غور نه دې روان او په دې به خبره هم نه كېږي۔ واضحه دې وي چې د سوريه عبوري صدر احمد الشرع به روانه مياشت د امرېكې سركاري دوره كوي او دا به د هېواد وړومبے صدر وي۔