ايران كښې بد ترينه وچكالي ٬ تهران لپاره په امير كبير ډېم كښې د 2 اوونيو اوبه پاتي شوې

تهران ۔ 3 نومبر(اے پي پي) د ايران پايه تخت تهران ته د اوبو وركړې تر ټولو لويې ډېم امير كبير كښې يوازې 14 ملين كيوبك ميټر اوبه پاتي شوې دي كومې چې د تهران وګړو ضروريات تر 2 اوونيو نه زيات نشي پوره كولې۔ د العربيه تر مخه د اوبو د كمي تازه تصديق د اوبو وركونكې كمپنۍ ډائرېكټر بهزاد پارسا كولو سره وئېلي دي په امير كبير بند …

تهران ۔ 3 نومبر(اے پي پي) د ايران پايه تخت تهران ته د اوبو وركړې تر ټولو لويې ډېم امير كبير كښې يوازې 14 ملين كيوبك ميټر اوبه پاتي شوې دي كومې چې د تهران وګړو ضروريات تر 2 اوونيو نه زيات نشي پوره كولې۔ د العربيه تر مخه د اوبو د كمي تازه تصديق د اوبو وركونكې كمپنۍ ډائرېكټر بهزاد پارسا كولو سره وئېلي دي په امير كبير بند كښې د اوبو ګنجائش په مقابل كښې 8 فيصد اوبه پاتي دي كومې چې د وګړو تر دوو اوونيو ضروريات تر سره كولې شي۔ هغه د ايران د نورو بندونو معلومات ورنه كړل چې هلته د اوبو څه صورتحال دے۔ د ايران ميډيا تر مخه د تهران وګرو د ورځې ضرورت 3 ملين كيوبك ميټر اوبه دي۔ د اوبو د كمي تر مخه د جولائي او اګست تر مينځه په اونۍ كښې د رخصتيو شمېره دوه كړې شوه۔ ياد دې وي امير كبير بند په هغه څو بندونو كښې يو دے كوم چې د څښلو پاكې اوبه وركوي ۔ د يو كروړ نه د زياتې ودانۍ لرونكې ښار د اوبو ضرورت د سوئېل د غرئيزو چينو نه او د واورې ويلې كېدو څخه تر سره كېږي٬ ځكه چې د د ابروز غرونه د كومو اوچتوالے چې 18000 فټ بورې دے په عامه توګه په واورو پټ وي خو دا وخت ايران د بد ترينه وچكالۍ سره مخ دے۔