اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال وئيلي د په يو كال كښې د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو شرح 1.49 فيصد زياته شوې ده، انفورسمنټ او د تعميل اقدامات د لارې د ټېكس وصولي زياته شوې ده٬ ګرده منطقه كښې په يو كال كښې دومره ځانګړے پېشرفت نه دے شوے او دا خبره نړيوال بېنك هم تسليم كړې …
په يو كال كښې د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو شرح 1.49 فيصد زياته شوې ۔ د حکومتي معاشي ډلې په پرېس بريفنګ كښې د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال وئيلي د په يو كال كښې د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو شرح 1.49 فيصد زياته شوې ده، انفورسمنټ او د تعميل اقدامات د لارې د ټېكس وصولي زياته شوې ده٬ ګرده منطقه كښې په يو كال كښې دومره ځانګړے پېشرفت نه دے شوے او دا خبره نړيوال بېنك هم تسليم كړې ده۔ د ګل په ورځ د حكومتي معاشي ډلې د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل په عمومي توګه د ټېكس په اصلاحات كښې د دريو نه تر څلورو كالو موده لګي٬ په اېف بي آر كښې د اصلاحات عمل روان دے٬ سږ كال د انکم ټيکس ريټرن فائل كوٶنكو شمېره كښې اضافه شوې ده او د فائلرز شمېره د 50 لكه نه 59 لكه ته رسېدلې ده، ريټرن سره سره د ټېكس وصولي د 60.2 اربه نه 69 اربه ته رسېدلې ده۔ ده ووئيل اېف بي آر 75 اربه شارټ فال سره مخ دے ٬ دې كښې به ريكوري هم اوشي خو دې لپاره به کانټي جينسي اقدامات نه كوٶ۔ ده ووئيل په اداره كښې د ټرانسفارميشن په عمل عملدرآمد روان دے، دا مهال د انکم ټيکس ګيپ 1.7 ټريلين روپۍ دے چې پكښې ټاپ ون فيصد ګيپ 1.3 ټريلين روپۍ دے، سرفهرست 5 فيصد ويستلو سره د ټېكس مجموعي ګيپ 200 اربه روپو ته نزدې دے، د ريونيو موبلائزيشن فشار په وفاق زيات دے٬ په صوبو د ريونيو موبلائزيشن فشار نه وي۔ وزيراعظم د هرې نهې په ورځ د اېف بي آر پخپله احتساب كوي او د دې مونږ ته ګټه هم ترلاسه كېږي٬ مونږ ته د حكومت مرسته ترلاسه ده۔ ده ووئيل د اصلاحات په عمل كښې اولس٬ ټيکنالوجي او ګورننس ته پام كولې شي۔ ده ووئيل اېف بي آر د سياسي او انتظامي فشار نه ازاد كړے شوے ٬ د چينو او سيمنټ په څانګو كښې په ټېكس كښې ګېپ ٶ، مصنوعي زېركتيا او د ټيکنالوجۍ استعمال سره د سيمنټود يوې يوې بورۍ نګراني روانه ده٬ د چينۍ په څانګه كښې په سيلز ټيکس كښې 43 اربه او په انکم ټيکس كښې 42 اربه ګټه رامخې ته شي٬ ده ووئيل معيشت ډيجيټلائز كولو سره به د ټېكسونو په مد كښې هم ګټه ترلاسه شي۔











