پاكستان كښې امن ٬ ورورولۍ او مذهبي روادارۍ ته وده وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده: علامه حافظ طاهر محمود اشرفي

ګوجرانواله۔ 03 نومبر (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر اشرف د امن و اتحاد كنفرس غونډې ته خپل خطاب كښې وئيلي دي په پاكستان كښې امن ٬ ورورولۍ او مذهبي روادارۍ ته وده وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او د هر مكاتب فكر استازو له به په ګډه داسې يو معاشرتي چاپېريال راپېدا كول وي چرته چې د …

ګوجرانواله۔ 03 نومبر (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر اشرف د امن و اتحاد كنفرس غونډې ته خپل خطاب كښې وئيلي دي په پاكستان كښې امن ٬ ورورولۍ او مذهبي روادارۍ ته وده وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او د هر مكاتب فكر استازو له به په ګډه داسې يو معاشرتي چاپېريال راپېدا كول وي چرته چې د كركې ٬ تعصب او شدت خوښۍ هېڅ ګنجائش پاتي نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ځايي هوټل كښې امن او اتحاد كنفرنس ته وكړه۔ کمشنر سید نوید حیدر شیرازي ،آر پی او طیب حفیظ چیمه ،ډپټی کمشنر نوید احمد ،سي پي او ایاز سلیم رانا د ټولو ضلعو ډپټی کمشنرز ،ډی پي اوز،اېډیشنل کمشنر کوآرډینیشن اېم شفیق ،ډائرېکټر لوکل ګورنمنټ قمر زیشان ،اے ډي سي آر شبیر حسېن بټ، اے سي ریونیو اېم فرقان ،اے ډي سي جي فېصل سلطان ، د ډویژن د ټولو ضلعو د امن كمېټو غړو علامه خالد حسن مجددي ،قاري سلیم زاهد، مولانا اکبر نقشبندي ،قاري شعبان قادري ،اېم سعید احمد سعیدي ،پروفیسر شهزاد لارنس او نورو علماﺀ كرامو په كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ کمشنر سید نوید حېدر شیرازی ووئيل د انتظامیې او علماﺀ كرامو كوارډينيشن د امن او استحكام ضمانت دے۔ ده ووئيل بېن المذاهب همغږۍ ته وده وركولو كښې د علماﺀ كرامو كردار د ستائنې وړ دے۔ آر پی او طیب حفیظ چیمه ووئيل پوليس امن په ځاے كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې هغوي به په ښار كښې همغږۍ ٬ يووالي او امن ته ودې وركولو له د ضلعي انتظاميې بشپړه مرسته كوي۔ د غونډې په پايه كښې هېواد كښی امن ٬سوكالۍ او ورورولۍ لپاره خاص دعا وكړې شوه

مزید خبریں