وفاقي وزير حنيف عباسي د نمل ريکټر شاهد محمود کياني سره وليدل

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په اسلام آباد كښې د نيشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) ريکټر شاهد محمود کياني سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د مارګله رېلوے سټېشن په پوټينشل او د سباون په پرمختيائي منصوبو تفصيلي خبرې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل په سباٶن كښې د مارګله سټيشن اهميت كښې زياتوالے متوقع دے چرته چې د جديد طرز ماډل …

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په اسلام آباد كښې د نيشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) ريکټر شاهد محمود کياني سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د مارګله رېلوے سټېشن په پوټينشل او د سباون په پرمختيائي منصوبو تفصيلي خبرې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل په سباٶن كښې د مارګله سټيشن اهميت كښې زياتوالے متوقع دے چرته چې د جديد طرز ماډل ريسټورنټس، رنګ روغن او اولسي سهولتونو منصوبه بندي روانه ده ۔ ده ووئيل دې اقدامات څخه به نه يوازې اولس بلكې د نمل زده كوٶنكي هم مستفيد شي۔ د نمل ريکټر شاهد محمود کياني په رېلوے كښې په جاري اصلاحات د وفاقي وزير د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل په مارګله سټيشن د ماډل فوډ سټريټ جوړول به د زده كوٶنكو او نزدې آبادۍ لپاره په زړه پورې او د ډاډ وړ وي۔

مزید خبریں