د پاکستان او ترکیه د تجارت وزيرانو ملاقات، تجارتي اړيكو ته په وده وركولو اتفاق

استنبول ۔3نومبر (اے پي پي ) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان د سټینډنګ کمیټي فار اکنامک اینډ کمرشل کواپریشن آف دي ارګنائزیشن آف دي اسلامک کواپریشن( COMCEC) په 41 مه غونډه كښې په استنبول كښې د ترکیه د تجارت وزير پروفیسر ډاکټر عمر هولات سره ملاقات وكړو ۔ د ګل په ورځ جاري پریس ریلیز تر مخه د ملاقات په مهال دواړو د تجارتي او اقتصادي مرستې لا …

استنبول ۔3نومبر (اے پي پي ) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان د سټینډنګ کمیټي فار اکنامک اینډ کمرشل کواپریشن آف دي ارګنائزیشن آف دي اسلامک کواپریشن( COMCEC) په 41 مه غونډه كښې په استنبول كښې د ترکیه د تجارت وزير پروفیسر ډاکټر عمر هولات سره ملاقات وكړو ۔ د ګل په ورځ جاري پریس ریلیز تر مخه د ملاقات په مهال دواړو د تجارتي او اقتصادي مرستې لا مضبوطولو په طریقو خبرې وكړې ۔ د ترکیه د تجارت وزیر پروفیسر ډاکټر عمر هولات د پاکستان سره تجارتي اړيكو زياتولو او د دوه اړخيزه اقتصادي روابطو زياتولو لپاره د خپل حکومت شدید خواهش څرګند كړو ۔ هغه باور وركړو چې ترکیه به د تجارتي خبرو د بل پړاؤ په مهال د پاکستان د وړاندېزونو په ښه ډول جاج اخلي۔ وفاقي وزیر جام کمال خان د خپل ترک هم منصب وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د حکومت د کارکردګۍ، سپېځلتيا باوري كولو او نظام كښې د سرمایه کارو باور زياتولو اصلاحات او اقدامات نه خبر كړو ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې پاکستان ګڼو څانګو كښې د ترک سرمایه کارۍ لپاره يو د امید لرونكې منزل په توګه رامخې ته كېږي ۔پروفیسر ډاکټر هولات د حلال تجارت او اړوندو صنعتونو كښې د ژورې مرستې په اهمیت زور راوړولو سره هغه د تجارت وزير جام کمال خان له په 25 نومبر استنبول كښې په كېدونكې حلال ایکسپو كښې د ګدون بلنه هم وركړه۔دواړو موجودہ شراکت داري قوي كولو او تجارت، سرمایه کارۍ او صنعتي پرمختګ كښې مرستې لپاره د ڼورو لارو لټولو له د عزم پخلے وكړو كومه چې د پاکستان او ترکیه تر ميڼځه د نزدې او وروروليو د اړيكو عکاسي کوي

مزید خبریں