كابل ۔ 3 نومبر (اے پي پي) شمالي افغانستان كښې د زلزلې د لاسه د لږ نه لږ 9 كسان په حق ورسېدل او په سوونو ژوبل شول ۔ د امرېكې جيولوجيكل سروے تر مخه د هېواد په شمالي برخو كښې د شپې د راغلې زلزلې شدت په رېكټر سكېل 3۔6 رېكارډ كړے شوے ؤ او د دغې مركز په زمكه كښې 28 كلوميټره ژور د مزار شريف ښار ته …
افغانستان كښې د زلزلې جړقونه ٬ 9 كسان په حق ورسېدل ٬ په سوونو ژوبل
كابل ۔ 3 نومبر (اے پي پي) شمالي افغانستان كښې د زلزلې د لاسه د لږ نه لږ 9 كسان په حق ورسېدل او په سوونو ژوبل شول ۔ د امرېكې جيولوجيكل سروے تر مخه د هېواد په شمالي برخو كښې د شپې د راغلې زلزلې شدت په رېكټر سكېل 3۔6 رېكارډ كړے شوے ؤ او د دغې مركز په زمكه كښې 28 كلوميټره ژور د مزار شريف ښار ته نزدې ؤ۔ اے ايف پي د صحت محكمې وياند كمال خان ځدران تر مخه ووئېل د بلخ ولايت په سر ښار مزار شريف كښې د زلزلې نه 4 كسان په حق ورسېدل او روغتون ته 120 ژوبل شوي راوړلے شوي چا ته چې طبي مرسته وركولې شي۔ د بلخ سره خواته ولايت سمنګان كښې 5 كسان په حق رسېدلي او 142 ژوبل شوي دي۔ د زلزلې ځپليو غرئيزو سيمو كښې د اے ايف پي يو استازي ليدلي چې د زلزلې له امله په يره كښې د مزار شريف خلق د خپلو كورونو نه بهر راوتل او د زلزلې جهړقونه 420 كلوميټره لرې په كابل كښې هم محسوس كړے شول۔واضحه دې وي چې د افغانستان په ختيزو سيمو كښې په اګسټ مياشت كښې راغلې زلزلې د لاسه څو كلي له مينځه تللي او د 2200 نه زيات كسان په حق رسېدلي وو ٬ دغسې په كال 2023 كښې هم د ايران سرحد سره نزدې په هرات كښې د زلزلې د لاسه په سوونو خلق په حق رسېدلي او په زرګونو ژوبل شوي وو












