په افغانستان كښې د 6.3 شدت زلزله ، د مړو شميره 20 شوه ٬ 320 ټپيان

کابل۔3نومبر(اے پی پی) په قطبي افغانستان كښې د 6.3 شدت زلزلې په نتيجه كښې د لږ تر لږ 20 كسان مړه او 320 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د افغان ميډيا له مخې زلزله د اتوار او ګل منځومانۍ شپه كښې نزدې يوه بجه راغله او د دې مركز د بلخ ولايت په خُلم اولسوالۍ كښې ؤ۔ په كابل ٬ بغلان ٬ سمنګان ٬ سرپل او قندوز كښې هم د …

کابل۔3نومبر(اے پی پی) په قطبي افغانستان كښې د 6.3 شدت زلزلې په نتيجه كښې د لږ تر لږ 20 كسان مړه او 320 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د افغان ميډيا له مخې زلزله د اتوار او ګل منځومانۍ شپه كښې نزدې يوه بجه راغله او د دې مركز د بلخ ولايت په خُلم اولسوالۍ كښې ؤ۔ په كابل ٬ بغلان ٬ سمنګان ٬ سرپل او قندوز كښې هم د زلزلې جړقونه محسوس شول۔ د ځائي سرچينو له مخې تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان په سمنګان او بلخ ولاياتونو كښې وشو چرته چې د مرستې ډلې لېږلې شوي دي۔ د روغتيا وزارت وياند ډاكټر شرافت زمان ووئيل د ابتدائي اطلاع له مخې په سمنګان ولايت كښې 20 څخه زيات كسان مړه او 320 ژوبل شوي دي كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي دي۔ د هغه وېنا وه چې رېسكيو كارروايۍ روانې دي او د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ده۔ بلخوا د بلخ ریجنل روغتون وياند كمال خان زدران وئيلي دي درې جسدونه او 110 ژوبل شوي كسان ابو علي سينا بخلي روغتون مزار شريف ته منتقل كړے شوي دي۔ د دفاع وزارت له مخې د 209 م الفتح آرمي کور لخوا د مرستې ډلې او اېمرجنسی یونټس ځپليو سيمو ته رسېدلي دي او د رېسكيو او مرستې عمليات روان دي