اسلام آباد۔3 نومبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي هر کال لس زره ميندې د زيږون نه مخکي د ناروغيو له امله مري٬ په پاكستان كښې بې وزلي د رنځونو تر ټولو لويې سبب دے٬ د بده مرغه په تور زيړي كښې پاكستان په دويم لمبر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ’’فارما کو ویجیلینس ‘‘ورکشاپ ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل …
هر کال لس زره ميندې د زيږون نه وړاندې د ناروغيو له امله مري: وفاقي وزير سيد مصطفی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 نومبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي هر کال لس زره ميندې د زيږون نه مخکي د ناروغيو له امله مري٬ په پاكستان كښې بې وزلي د رنځونو تر ټولو لويې سبب دے٬ د بده مرغه په تور زيړي كښې پاكستان په دويم لمبر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ’’فارما کو ویجیلینس ‘‘ورکشاپ ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د هيلتھ نظام لا په آئیډیل پوزیشن نه دے ٬ بشري ځان زيات مهم دے ، مونږ له به د دې قدر كول وي ، په نړۍ كښې د هېلتھ کېئر نظام تندۍ سره بدل شوے دے٬ د رنځونو مخنيوي ته به خاص پاملرنه كول وي۔ ده ووئيل كه څوك رنځور دے نو هغه له به په دې خبره ځان پوهول وي چې ولې رنځور يم٬ هيلتھ كيئر ته پام ګرځول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د هېلتھ پالېسۍ د لاسه د مرګونو شرح مخ په كمېدو ده۔ په پاكستان كښې بې وزلي د رنځونو تر ټولو لويې سبب دے٬ د بده مرغه پاكستان په هېپټائټس رنځ كښې په لومړي لمبر دے٬ ده ووئېل هر كال لس زره مېندې له زېږون څخه وړاندې د ناروغيو له امله مري۔ وفاقی وزیر ووئيل يو بلين ډالر په وېكسين امپورټ كولو مصرف كيږي٬ كومه هم دوائي كه ري اېكش كوي نو د هغې دې اطلاع وركړې شي٬ اسلام آباد به اولنے رابطه مركز وي۔ ده ووئيل په هېلتھ انشورنس به 10 اربه روپۍ مصرف كولې شي











