هنوئی۔3 نومبر(اے پی پی) د وېتنام په وسطي سيمو كښې د اوسنيو بارانونو او سېلاب د لاسه د مړو شمېره 37 ته رسېدلې ده٬ 5 كسان بې دركه او 78 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې دا شمېرې د وېتنام ډيزاسټر اېنډ ډائيك مېنجمنټ اتھارټي لخوا جاري كړې شوي دي۔ د اتھارټي له مخې 12 زره 600 څخه زيات كورونه تر دې دمه د اوبو لاندې دي٬ 103 كورونه …
ويتنام كښې د بارانونو او سيلاب د لاسه له امله د مړو شميره 37 ته ورسيده

مزید خبریں
هنوئی۔3 نومبر(اے پی پی) د وېتنام په وسطي سيمو كښې د اوسنيو بارانونو او سېلاب د لاسه د مړو شمېره 37 ته رسېدلې ده٬ 5 كسان بې دركه او 78 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې دا شمېرې د وېتنام ډيزاسټر اېنډ ډائيك مېنجمنټ اتھارټي لخوا جاري كړې شوي دي۔ د اتھارټي له مخې 12 زره 600 څخه زيات كورونه تر دې دمه د اوبو لاندې دي٬ 103 كورونه ويجاړ شوي دي او 451 نورو كورونو ته جزوي زيان رسېدلے دے۔ د سېلاب د لاسه په 7 زره 900 هېکټر رقبه ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلے دے ٬ 64 زره څخه زيات ډنګر او پولټري مړه شوي دي۔ غسې د آبپاشۍ نظام او د دريابونو غاړو ته هم زيات زيان رسېدلے دے۔











