په ګرده نړۍ كښې د صحافت آزادي او د خبريالانو سلامتيا باوري كول د حكومت لومړۍ ذمه واري ده: د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان

اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان وئيلي دي چې په ګرده نړۍ كښې د صحافت آزادي او د خبريالانو سلامتيا باوري كول د حكومت لومړۍ ذمه واري ده۔ د اتوار په ورځ د خبريالانو په ضد د جرمونو ختولو نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې ده ووئيل د رايۍ آزادۍ سره څرګندونه او ريښتيا ته د رسېدو په سترو كښې خبريالان خپل ژوند …

اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان وئيلي دي چې په ګرده نړۍ كښې د صحافت آزادي او د خبريالانو سلامتيا باوري كول د حكومت لومړۍ ذمه واري ده۔ د اتوار په ورځ د خبريالانو په ضد د جرمونو ختولو نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې ده ووئيل د رايۍ آزادۍ سره څرګندونه او ريښتيا ته د رسېدو په سترو كښې خبريالان خپل ژوند له لاسه وركوي۔ هم دا سبب دے چې د دوئي پېشه ورانه حفاظت باوري كول بايد په نړيواله كچه د حكومتونو ترجيح شي۔ سیدال خان د ګردې نړۍ په بېلو سيمو كښی خبريالانو ته پېښ چېلنجونه ٬ هراسانۍ او بندېزونو ژوره اندېښنه ښودلو سره په فلسطين او په خاص توګه په غزه كښې په خبريالانو تشدد زيات د افسوس وړ وګرځولو۔ ده ووئيل دغلته حق او انصاف لپاره غږ پورته كوونكو خبريالاتو ته درناوې وړاندې كړو۔ ده ووئيل له صحافت پرته نه جمهوري اقدار په ځاې پاتې كېدې شي او نه د بشري حقونو حفاظت ممكن دے نو ځكه ګردې نړۍ حكومتونه ٬ نړيوالې ادارې او سول سوسائټي دې داسې اقدامات وكړي چې ورسره خبريالان له كومې ويرې پرته خپل فرض ترسره كړې شي۔

مزید خبریں